د روسیې ولسمشر د دفاع وزارت په مشرتابه کې بڼسټیز بدلون راوست

د روسیې ولسمشر د دفاع وزیر شویګو له دندې ګوښه او پر ځای د اقتصاد وزیر اندري بیلوسوف د دفاع وزیر په توګه وټاکه

2139263
د روسیې ولسمشر د دفاع وزارت په مشرتابه کې بڼسټیز بدلون راوست

په داسې حال کې چې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې پوځ پرمختګ ته دوام ورکوي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دفاع په وزارت کې بنسټیز بدلون راوست.

په پوځي لګښتونو کې د ریکارډ زیاتوالي وروسته، پوتین د دفاع وزارت له مشرتابه سرګي شویګو، چې په پوځ کې یې د بنسټیز بدلون په وړاندې مقاومت کاوه له واکه لرې او پر ځای یې اقتصاد پوه اندری بیلوسوف وټاکه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې تیره اوونۍ یې د خپلې پنځمې دورې لپاره چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به دوام وکړي، لوړه وکړه، په دفاع وزارت کې یې بنسټیز بدلونونه راوستل چې د اوکراین په جګړه کې کلیدي رول لري.

 پوتین د دفاع وزیر سرګي شویګو له ګوښه کولو سره د روسیې د پوځ په جوړښت د بدلون په راوستولو سره ، لویدیځ او په ځانګړې توګه امریکا ته یې دا پیغام ورکړ چې «موږ چمتو یو چې د اوکراین کړکیچ تر هغه حده زیات کړو چې څومره ممکن وي».

د پوتین بدلون په حقیقت کې د دریو نومونو په شاوخوا کې شکل ونیو. د دفاع وزیر شویګو، چې په پوځ کې یې یوه ورځ هم د عسکر په توګه دنده  نوه ترسره کړې او د ستر جنرالۍ رتبه او د وسله وال پوځ مشري ورته سپارل شوې وه ، له دندې ګوښه شو. شویګو له ۱۹۹۱ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره پرته له دې چې هغه ته ورکړل شوې دنده ترسره کړي، له دندې ګوښه شو.

د روسیې ولسمشر پوتین شویګو د دفاع له وزارت څخه ګوښه کړ او امنیت شورا د سکرتر په توګه يي په دنده وګماره.

د روسیې د اقتصاد او پراختیا وزیر اندری بیلوسوف د شوایګو پر ځای د دفاع وزیر په توګه وټاکل شو. د کرملین ماڼۍ  ویاند دیمیتري پیسکوف د دفاع وزارت د مشرتابه لپاره د یو اقتصاد پوه د ټاکلو په اړه داسې وویل "د روسیې دفاعي لګښتونه تیر کال د ناخالص ملي محصول ۶ عشاریه ۴  سلنې ته رسیدلي. په ۲۰۲۴  کې، دا به ۷ سلنې او لا پورته شي. دا پریکړه ځکه وشوه چې دا به د نظامي لګښتونو لپاره مناسبه وي چې د متخصص بیلوسوف لخوا وڅیړل شي. لکه څنګه چې معلومه ده، په روسیه کې نظامي مدیریت لومړی د قوماندان پوټین لخوا او بیا د روسیې د لوی درستیز والري ګیراسیموف لخوا ترسره کیږي. له همدې امله به په اوکراین کې په ترسره شویو پوځي عملیاتو کې کوم بدلون رانه شي.»

نوي د دفاع وزیر بیلوسوف پرون په خپله لومړنۍ وینا کې  اعلان وکړ چې هغه د لومړۍ دندې په توګه د روسیې په  پوځ  کې بیوروکراسۍ له منځه یوسي. بیلوسوف دا هم وویل چې هغه به د روسیې نظامي صنعت کې د نوي نسل عصري وسلو تولید په لاره واچوي. د ویلو ده چې روسیې په ځانګړې توګه پدې وروستیو کې د اوکراین په جګړه کې د توپخانې او ټانکونو پر ځای بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته مخه کړې چې دا بې پیلوټه الوتکې د بیلوسوف نوښت وو. پخواني د دفاع وزیر شویګو بیا په جګړه کې د ټوپک ، ټوپ او ټانک په کارولو ټینګار کولو .

د ویلو ده چې پوتین د روسیې د امنیت شورا پخوانی منشي او د اوکراین د جګړې یو معمار نیکولای پاتروشیف،  هم له دندې ګوښه کړ. پاتروشیف چې د شوایګو لپاره یې خپله څوکۍ خالي کړې، اوس د پوتین له خوا د نوي مقام د ټاکلو په تمه دی.



اړوند خبرونه