امریکا د وسلو د پلور پالیسې کې ځیني اصلاحات رامنځته کړل
امریکا د وسلو د پلور په پالیسې کې ځیني نوي شرطونه اضافه کړل
امریکا اعلان وکړ چې ددینه وروسته د وسلو د پلورلو د پریکړې په مهال به پیریدونکی هیواد د بشري حقونو او د ډیموکراتیک حکومتدارۍ نورمونو ته تر کومه ژمن دی مسئلې ته هم جدي پاملرنه وکړي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن ادارې د ۱۹۷۷ کال راهیسې د امریکا د هر حکومت لخوا تازه شوي د وسلو د لیږد دودیز پالیسي تازه کړه.
د پالیسۍ د تازه کولو په اړه د سپینې ماڼۍ څخه ادارو ته لیږل شوي مکتوب کې، د وسلو د لیږد په دودیز پالیسۍ کې د امریکا ګټې او نړۍوالو ګواښونو ترڅنګ ځیني نوي شرایط شامل شوي لکه بشري حقونه، د قانون حاکمیت، ډیموکراتیک حکومتداري او حساب ورکونه .
په مکتوب کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې ددینه وروسته د وسلو د پلور پر مهال به د پیریدونکو هیوادونو له بشري حقونو څخه د سرغړونې په برخه کې د دغو وسلو د کارولو خطر، د دغه هېواد سیاسي ثبات، د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د اغېزمن ملکي واک موجودیت، د قانون حاکمیت او په دفاعي تدارکاتو کې روڼتیا ته ژمنتیا به په پام کې ونیول شي.
سربیره پردې، پلورل شوې وسلې د پیریدونکي هیواد په منځ د بشري حقونو، بنسټیزو آزادیو یا مدني ټولنې فعالیتونو باندې منفي اغیزې کوي او که نه، فساد، بې ثباتۍ، استبداد لامل کیږي او که نه ؟ او یا په یو ډول "ډموکراټیک حکومت یا د قانون حاکمیت کمزوری کوي او که نه ، مسایل په نظر کې نیول کیږي.