امریکا : شمالي کوریا د روسیې په اجیر امنیتي شرکت واګنر وسلې پلورلي دي

امریکا  د شمالي کوریا لخوا په اوکراین کې د کارولو په موخه  د روسیې واګنر اجیرې ډلې باندې د وسلو او پرمختللو توغندیو د پلورولو ادعاء کړې ده .

1922792
امریکا : شمالي کوریا د روسیې په اجیر امنیتي شرکت واګنر وسلې پلورلي دي

امریکا  د شمالي کوریا لخوا په اوکراین کې د کارولو په موخه  د روسیې واګنر اجیرې ډلې باندې د وسلو او پرمختللو توغندیو د پلورولو ادعاء کړې ده .

شمالي کوریا او واګنر د امریکا  دا تورونه رد کړي دي .

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي وویل چې، د شمالي کوریا، روسی اجیر امنیتي شرکت واګنر باندې  د اوکراین په جګړه کې د کارولو لپاره وسلې پلورلي دي.

د پیونګ یانګ ادارې او واګنر دا تور رد کړی دی. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي خبریالانو وویل چې ،

"واګنر په ټوله نړۍ کې د وسلو د اخیستو په لټه کې دی چې په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو ملاتړ وکړي. تیره میاشت شمالي کوریا د واګنر لخوا د کارولو لپاره پیاده راکټونه او توغندي روسیې ته وسپارل. کربي وویل: "مونږ دا تاییدولی  شو چې شمالي کوریا واګنر ته د خپلو وسلو لومړی تحویل بشپړ کړی . او واګنر د نظامي تجهیزاتو لپاره پیسې ورکړې دي .

کربي وویل چې واګنر په میاشت کې له ۱۰۰ملییون ډالرو څخه ډیر په اوکراین کې مصرفوي.

 مونږ ارزونه کوو چې واګنر ته د اکمالاتو مقدار به په اوکراین کې د جګړې متحرکات بدل نه کړي. مګر موږ یقینا اندیښمن یو چې شمالي کوریا پلان لري چې نور نظامي تجهیزات هم و پیري.

 د شمالي کوریا او واګنر انکار کوي.

د  بلې خوا د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د روسیې سره د "وسلو سوداګرۍ" په اړه  ویلي دي چې د شمالي کوریا او روسیې ترمنځه داسې کوم تجارت هیڅکله ندی شوی او شمالي کوریا پډې برخه کې خپل اصولي دریځ بدل کړی نه دی .

روسی سوداګر یوګیني پریګوزین، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د نږدې اړیکو سره پیژندل کیږي او د واګنر مشري په غاړه لري، هم د کربي دا ادعا پاروونکی اقدام او بې بڼسټه ادعا  بللې ده. پریګوزین د دې په څرګندولو سره چې کربي د انګیرنو پر بنسټ د بیان ورکولو عادت لري وویل: "هرڅوک پوهیږي چې شمالي کوریا له ډیرې مودې راهیسې روسیې ته وسلې نه دي ورکړي، حتی په دې برخه کې هیڅ هڅه نه ده شوې. دا ټولې بې بڼسټه ادعاګانې دي.



اړوند خبرونه