د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیال ټوني فرنانډز له تایوان څخه لیدنه وکړه.
د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیال ټوني فرنانډز له تایوان څخه لیدنه وکړه.
د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیال ټوني فرنانډز له تایوان څخه لیدنه وکړه.
د تایوان خبري اژانس په وینا، فرنانډیز، چې د اقتصادي اړیکو د یوې برخې په توګه تایوان ته تللی، د ۲۰۲۱ کال په جنوري کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د دندې له پیل راهیسې ټاپو ته د سفر کوونکی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر ټولو لوړ پوړی چارواکی دی.
د تایوان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې فرناندز د اقتصادي فشارونو پر وړاندې د اقداماتو، د اکمالاتو د ځنځیرونو د ثبات، د انرژۍ د خوندي انتقال، د همکارۍ د نویو برخو او د معلوماتو د شریکولو په اړه خبرې وکړې.
د اګست په لومړیو کې تایوان ته د امریکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پلوسي سفر د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د کړکیچ لامل شوی وو.
پلوسي په ۲۵ کلونو کې د امریکا د استازو د جرګې لومړۍ مشره ده چې له چین سره په شخړه کې له دغه ټاپو څخه لیدنه کوي.
ټایوان ته د ننسي سفر د امریکا او چین ترمنځه په اړیکو کې جدي ستونزې رامنځته کړې وې. چین چې ټایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي ټایوان ته د پلوسي د سفر نه وروسته د ټایوان ترڅیرمه پراخه پوځي تمریتات ترسره کړل.
له پیلوسي وروسته ، د کانګرس ډیری غړو او د ایالت واليانو له ټایوان څخه لیدنه وکړه.
بېجينګ د "لوی چين پر اصولو" ټينګار کوي، د نړۍ له هېوادونو سره د تايوان د خپلواکو ډيپلوماتيکو اړيکو له ټينګولو، په ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو کې د هغې له استازيتوب سره مخالفت کوي او ټينګار کوي هغه هېوادونه چې دوې په رسميت پیژني ، بايد له تايوان سره خپلې ديپلوماتيکې اړيکې پرې کړي.