په میانمار کې د پرځول شوي حکومت مشره سوچي په ۳ نورو کلونو بند هم محکومه شوه
په میانمار کې د پوځي کودتا نه وروسته نیول شوې د دغه هېواد مشره آنګ سان سوچي د فساد په تور په درې کاله نور بند هم محکومه شوه. د بېلا بېلو جرمونو لپاره د سوچي د بند جزا ټولټال شمېر ۲۶ کلونو ته لوړ شوی دی.
په میانمار کې د پوځي کودتا نه وروسته نیول شوې د دغه هېواد مشره آنګ سان سوچي د فساد په تور په درې کاله نور بند هم محکومه شوه. د بېلا بېلو جرمونو لپاره د سوچي د بند جزا ټولټال شمېر ۲۶ کلونو ته لوړ شوی دی.
د محاکمې په بهیر کې یو نوی پرمختګ رامنځ ته شو چې په ترڅ کې د ملي یووالي د ډیموکراسۍ د ګوند مشره آنګ سان سوچي چې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په لومړۍ نیټه د پوځي کودتا وروسته د کودتاچي پوځي حکومت لخوا ونیول شوه. د ویلو ده چې په هغه ډیر زیات تورونه پورې شوي چې تر اوسه پورې په بیلابیلو تورونو د ۲۶ کلوو لپاره په بند محکومه شوه.
ویل کیږي چې سان سوچي چې په پوځي محکمه حاضره شوې وه د فساد په تور په درې کاله بند محکومه شوه. سوچي د یو تن سوداګر نه د رشوت اخیستو په تور تورنه وبلل شوه. د وروستي پرمختګ سره، د مختلفو جرمونو لپاره د سوچي د سزا مجموعه ۲۶ کلونو ته لوړه شوې.
سوچي او د هغه استرالیايي پخوانی اقتصادي سلاکار شان ټرنیل، د سپټمبر په ۲۹ نیټه د محکمې لخوا د هیواد د رسمي رازونو قانون څخه د سرغړونې په تور هر یو په درې کاله بند محکوم شول. دواړه د رسمي رازونو قانون څخه د سرغړونې په تور یوازې په ۳کلونو بند محکوم کړی شول.
د نوبل جایزې ګټونکې ۷۷ کلنه سوچي، چې د پوځي واکمنۍ پر وړاندې د اپوزیسیون یوه مخکښه څېره ده، مخکې له دې د ټاکنو له قوانینو څخه د سرغړونې، د غیرقانوني بیسیم درلودولو، د کووید ۱۹ د پراخې وبار ناروغۍ پر مهال د محدودیتونو نه د سرغړونې په جرمونو کې په ۲۳ کاله بند محکومه شوې وه.
ویل کیږي که چیرې په سوچي د لګیدولو ټولو تورونو له امله پړه وبلل شي کیدای شي چې په ۱۹۰ کلونو بند محکومه شي.
د یادولو وړ ده سوچي چې د سولې په برخه کې د نوبل جایزه هم ترلاسه کړې وه د خپلې واکمنۍ پر مهال په هیواد کې د پوځ او بودستانو لخوا د روهینګیايي مسلمانانو پر نسل وژنو تل سترګې پټولې او غږ يي هم نه اوچتولو. د همدې امله یو زیات شمیر نړۍوالو سازمانونو سوچي ته ورکړې جایزې بیرته ترینه واخیستې.