ناټو سازمان یو ځل بیا د کوسووا صربیانو ته خبرداری ورکړ.

ناټو سازمان په کوسووا کې صربیانو ته خبرداری ورکړ چې ناامنۍ ته لمن ونه وهي

1872111
ناټو سازمان یو ځل بیا د کوسووا صربیانو ته خبرداری ورکړ.

 ناټو سازمان یو ځل بیا د کوسووا صربیانو ته خبرداری ورکړ.

په کوسووا کې د صربیانو تاو تریخوالی وروسته له هغه رامینځته شو چې د کوسووا حکومت اعلان وکړ چې د صربی پاسپورټ سره هیواد ته ننوتل به د اګست له لومړۍ نیټې څخه منع شي. حکومت د صربیانو د پراخو مظاهرو نه وروسته خپله دا پریکړه د سپټمبر تر لومړۍ نیټې پورې وځنډولوله. پداسې حال کې چې  د سپټمبر لومړۍ نیټې ته  یوازې د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي، ناټو په کوسووا کې صربیانو ته خبرداری ورکړ چې د نوي تاو تریخوالي ته لمن ونه وهي.  

د پریکړې د پلي کولو وخت، چې د تاوتریخوالی لامل شو او د یوې میاشتې لپاره ځنډول شوی وو را نږدې شو.

 د ناټو سازمان مخکې ددینه چې یو ځل بیا تاوتریخوالی پيل شي  دواړو خواوو ته خبرداری ورکړ.

په کوسووا کې د ناټو د سوله ساتو ځواکونو قوماندان د کوسووا له رسنیو سره خبرې وکړې. هغه وویل چې د هویت د اسنادو د مقرراتو له مخې چې د سپټمبر له لومړۍ نیټې څخه به نافذ شي، د ځایی صربیانو لخوا به د خنډونو د بیا جوړولو اجازه ورنکړل شي. د ناټو قوماندان یادونه وکړه چې دوی مکلف دي چې په کوسووا کې نظم او امنیت وساتي او د ملګرو ملتونو د ۱۲۴۴ پریکړه لیک سره سم د ټولو اتباعو لپاره د تګ راتګ ازادي تضمین کړي

. وروسته له هغه چې د کوسووا حکومت اعلان وکړ چې کوسووا ته به د صربی پاسپورټ سره د اګست له لومړۍ نیټې څخه د ننوتلو مخه ونیسي، په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شو. د کوسوووا صربیانو په سړکونو کې د خنډونو په جوړولو سره د دې پریکړې په وړاندې اعتراض وکړ.

په سیمه کې د امنیتي اندیښنو د ډیریدو سره نړۍوالې ټولنې مداخله وکړه او دا پریکړه د سپټمبر تر لومړۍ نیټې وځنډول شوه.



اړوند خبرونه