د اوکراین یوې الوتکې سقوط وکړ
د اوکراین یوې باروړونکې الوتکې سقوط وکړ.
1816363
د اوکراین یوې باروړونکې الوتکې سقوط وکړ.
د اوکراین اړوند یوې باروړونکې الوتکې د تخنیکي ستونزې له امله سقوط کړی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پيښه کې ځاني تلفات هم رامنځته شوي دي.
د اوکرایني مسئولینو په وینا ددې هیواد یوې انتونوف ۲۶ ډوله باروړونکې الوتکې د تخنیکي ستونزې له امله سقوط کړی.
الوتکه د زاپورژیا په ښار کې لویدلې ده .
په پیښه کې د مرګ ژوبلې د دقیقې شمیرې په اړه څه ندي ویل شوي.