روسیې د اوکراین د ځینو ښارونو نه د ملکي وګړو د تخلیې په خاطر د موقتي اوربند پریکړه وکړه.
روسیې د اوکراین د ځینو ښارونو د ملکي وګړو د تخلیې په خاطر موقت اوربند اعلان کړ
روسیې د اوکراین د ځینو ښارونو نه د ملکي وګړو د تخلیې په خاطر د موقتي اوربند پریکړه وکړه.
روسیې د اوکراین د پلازمینې کیف، ماریوپول او سومي ښارونو نه د ملکي وګړو د تخلیې په خاطر د نن دوشنبه د مارچ ۷ مه نیټه د مسکو په ځايي وخت د سهار د لسو بجو نه په اعتبار سره د موقت اوربند پریکړه وکړه.
په اوکراین کې د بشري مداخلې د مرکزونو سره د روسیې د دفاع وزارت د هماهنګۍ دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د کیف ، موریو پول او سومي په ښارونو کې بشري وضعیت تر وروستۍ درجې په بد حالت کې قرار لري.
د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د روسیې د ولسمشر پوتین نه د بشري دهلیزونو د پرانیستو غوښتنه کړې وه چې ددې غوښتنې له مخې د روسیې پوځ د کیف ، ماریوپول ، خارکیف او سومي د ښارونو نه د ملکي وګړو د تخلیې په خاطر د مارچ د اومې نیټې د سهار د لسو بجو نه په اعتبار سره د موقتي اوربند کولو پریکړه وکړه.
په بیان کې راغلي دي چې دا انساني دهلیزونه او د ملکي وګړو د تخلیې چارې به د بې پيلوټه الوتکو په ذریعه د څارل کیږي. د اوربند په اړه ملګروملتونو سازمان، اروپا د امنیت او همکارۍ تشکیلات او سور صلیب کمیټې ته خبر ورکړ شوی دی.