په امریکا کې د زورور توپان او بړبړیکو له امله د مړو شمیره ۹۳ تنو ته لوړه شوه
په امریکا متحده ایالتونو کې د توپان او بړبړیکو له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده .
د امریکا د کنتاکي ، ایلینوی، ارکانساس، تینسي او میسوري په ایالتونو کې د زورور توپان او بړبړکیو په نتیجه کې ستره فاجعه رامنځته شوې ده .
په یادو شوو ایالتونو کې د مړو شمیره ۹۳ تنو ته لوړه شوې ده .
د کنټاکي ایالت والي انډي بیشیر پرون ویلي وو چې د جمعې د شپې په ناوخته ساعتونو کې پیل شوي توپان چې د خالي ورځې د سهار تر وختي ساعتونو يي دوام وکړ لږ تر لږه ۷۰ تنه مړه او په لسګونو تنه نور يي ټپیان شوي دي.
د ویلو ده کې په کنټاکي ایالت کې د مړو شمیره ۸۰ تنو ته رسیدلې ده او کیدای شي چې دا شمیره نور هم لوړه شي. د کنټاکي ایالت والي تیره ورځ ویلي وو چې کیدای شي چې دا شمیره د سلو تنو نه لوړه شي. ویل کیږي یو زیات شمیر کسان لا درکه دي.
د ویلو ده چې د مای فیلډ په سیمه کې د شمعو او موم د یوې فابریکې د چپه کیدو له امله په لسګونو تنه کارګران د دیوارونو او چتونو لاندې شوي وو چې ۶۰ تنه ژوندي ژغورل شوي او تر ۴۰ تنو ډیر لا درکه دي.
د کنټاکي والي نن وویل چې پدې فابریکه کې پلټنې دوام لري خو د هرې ثانیې په تیریدو سره اندیښنې ډیریږي او لادرکه کسانو د ژوندي ژغورل کیدو چانس کمیږي. هغه وویل چې د پرون راهیسې په پلټنو کې یو تن هم ژوندی ندی موندل شوی.
د کنټاکي د والي مرستیال بیا ویلي دي چې د هر ساعت په تیریدو سره د مړو شمیره لوړیږي. د پلټنو چارې دوام لري. د ژغورنې ډلې دروازه په دروازه ګرځي او د خلکو پوښتنه کوي.
په ایلینوی ایالت کې د امازون د شرکت یو ډیپو د چپه کیدو له امله لږ تر لږه ۶ تنه کارکوونکو ژوند د لاسه ورکړی دی. همداشان پدې فابریکه کې هم ګنشمیر کسان لا درکه شوي دي.