د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د افغانستان په اړه ډیره مهمه پریکړه وکړه.
د طالبانو نه د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا غوښتنه
امنیت شورا په افغانستان کې د ملګروملتونو د سازمان د دفتر یوناما ماموریت د ۶ میاشتو لپاره لپاره د غځولو پریکړه وکړه.
امنیت شورا پدې پریکړه کې د طالبانو نه په ځانګړې توګه د مساوي حقونو نه برښمند د ښځو په ګډون د یو ټولشموله او پراخ بڼسټه حکومت چې د هیواد د هر وګړي استازیتوب وکړي د جوړولو غږ کړی دی.
همداشان امنیت شورا پر طالبانو د ښځو، نجونو او لږه کیو حقونو ته د درناوي کولو غوښتنه کړې ده .
پر طالبانو غږ شوی دی چې د افغانستان خاوره د هیڅ کوم هیواد پر خلاف کارولو ، ترهګریزو بریدونو پلانونو جوړولو ، ترهګرو نه مالي ملاتړ ، ترهګرو روزولو او ځای ورکولو ته په هیڅډول اجازه ورنکړي.
د بله پلوه د ملګروملتونو سازمان سرمنشي انتوني ګوتریش د یوناما د دفتر نه د ۲۰۲۲ کال د جنوري تر ۳۱ مې نیټې په افغانستان کې د سیاسي ، امنتیي او ټولنیزو پرمختګونو او تحولاتو په اړه ستراتیژیک او عملیاتي توصیو یو هر اړخیز راپور د جوړولو او ملګروملتونو سازمان ته د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.
د ویلو ده چې یوناما په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال راهیسې فعالیت کوي.