روسیې په سوریه کې د امن سیمې د جوړولو په مسئله کې د ترکیې نه د ملاتړ اعلان وکړ.
روسیه : امریکا غواړي چې په سوریه کې د ترکیې پولو په اوږدو کې په سیمه کې جلا دولت جوړ کړي
د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف په پلازمینه مسکو کې خبري غونډې ته وویل چې « د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې ترکیه د خپلې خاورې نه د دفاع او د ترهګرو نه د ساتنې په خاطر ددې سیمې د جوړولو قانوني حق لري. »
ویاند ویلي دي چې په سوریه کې مهمه خبره مځکنۍ بشپړتیا او سیاسي یووالي ته درناوی دی چې ترکیه ورته پوره درناوی لري.
همداشان د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سوچي په ښار کې جوړه شوې د (وال دې د نړۍوالو بحثونو غونډې ) ته په وینا کې ویلي دي « امریکا نه غواړي چې په سوریه کې د ترکیې سره همکاري وکړي. امریکا یواځنی هدف او غوښتنه د سوریې په خاوره کې د ترکیې د پولو په اوږدو کې سیمه د خپل کنټرول لاندې نیول دي»
هغه ویلي دي چې امریکا د سوریې مځکني بشپړتیا ته هیڅوخت درناوی ندی کړی او د ترکیې مشروع امنیتي اندیښنو هم اهمیت نه ورکوي.
هغه په سوریه کې د فرات سیند په ختیځو برخو کې د ترکیې لخوا د پوځي عملیاتو په اړه د ولسمشر رجب طیب اردوغان خبردارۍ ته په اشارې سره وویل « مونږ هیله لرو چې د ترکیې او سوریې حکومتونه پدې مسئله کې سره په تفاهم ورسیږي او مونږ هم پدې برخه کې هر ډول مرستې ته تیار یو. »
لاوروف وویل چې امریکا په مشرۍ ائتلاف د جیوپولتیک ستونزو د حل په خاطر د کوردي ځواکونو نه د الې په توګه کار اخیستی .
هغه وویل چې امریکا د فرات سیند په ختیځو برخو کې د خطرناکو اهدافو پسې روان دی. امریکا غواړي چې دا سیمې د سوریې نه جلا کړي.
هغه وویل چې امریکا غواړي د فرات سیند ختیځو برخو کې یو نوی دولت جوړ کړي او دې هدف ته د رسیدو په برخه کې د کوردانو نه د الې په توګه کار اخلي.
امریکا په سیمه کې د خپل موجودیت د قوي کولو په خاطر کوردان د عربانو په سیمو کې ځای په ځای کوي