ټرمپ : د طالبانو سره نور مذاکرات نه کوو.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  ویلي دي چې  نور د طالبانو سره مذاکرات نه کوو.

1266492
ټرمپ : د طالبانو سره نور مذاکرات نه کوو.

 

هغه  د طالبانو سره  د مذاکراتو په اړه  وویل چې دا بهیر  ومړ. نور مذاکرات نه کوو.

ټرمپ  شمالي کارولینا ایالت ته  د روانیدو نه مخکې په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ټرمپ د طالبانو سره  د سولې د مذاکراتو د ځنډولو په اړه  د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ( مذاکرات بهیر ومړ.)

ټرمپ  وویل چې  د طالبانو سره  د مذاکراتو  پریکړه  او تصمیم هم  دده وه  او د لغوه کولو پریکړه هم  ده  پخپله  کړې ده.

ټرمپ  په خبري غونډه کې د ګډون  نه مخکې هم  د افغانستان په اړه په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي وو چې  په تیرو څلورو ورځو کې امریکا په افغانستان کې طالبانو  دومره ځپلي دي چې په تیرو لسو کلونو کې هم  نه و ځپلي.

امریکا په افغانستان کې د پولیسو په څیر  دنده  ترسره کړې  حال دادی چې  دا د امریکا  دنده  نده.

همداشان  ټرمپ  د خبریالانو د هغه پوښتنې په ځواب کې چې  داسې ادعا شوې ده چې  د طالبانو سره  د مذاکراتو د لغوه کولو  په مسئله کې  د مرستیال مایک پنس  او ځینو نورو چارواکیو سره  اختلاف د نظر پیدا  شوی  او د هغوې سره پلان کړې  غونډه هم  لغوه کړې  وویل، دا ټول  درواغ  او ناسم خبرونه دي. داسې کوم  شی شتون نلري.

ټرمپ وویل چې  « ما فکر کړی وو چې د طالبانو سره به مذاکرات ګټور وي  خو وروسته مې د مذاکراتو د لغوه کولو پریکړه وکړه.»



اړوند خبرونه