په جاپان کې د انیمیشن په ستدیو کې اورلګیدنې فاجعه رامنځته کړه

د جاپان د کیوتو په سیمه کې  د انیمیشن  په یوې ستدیو کې د اورلګیدنې له امله  ستره فاجعه رامنځته شوې ده .

1238444
په جاپان کې د انیمیشن په ستدیو کې اورلګیدنې فاجعه رامنځته کړه

 

د کیودو خبري اژانس  د پولیسو له قوله ویلي دي چې  نوموړې  ستدیو  د یو تن لخوا په قصدي ډول  سوځول شوې ده .

پولیسو ویلي دي چې  نوموړي  کس  په ستدیو  سوځوونکې مادې د شیندولو نه وروسته  ستدیو ته  اور اچولی دی.

ویل کیږي پدې پیښه کې  لږ تر لږه ۳۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او ۳۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ټپیانو نه هم  د لسو تنو  روغتیايي حالت  ښه ندی.

پولیسو ویلي دي چې  اورلګیدنه  په یوې څو پوړیزې ودانۍ کې رامنځته شوې وه چې  تر ټولو ډیر ځاني زیان  په دریم  پوړ کې  رامنځته شوی دی. اورلګیدنه هم  د دریم پوړ نه پیل شوې وه.

د پولیسو په وینا  برید کوونکی هم  پدې پیښه کې ټپي شوی  دی او په روغتون  کې د درملنې لاندې قرار لري.

پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی  ۴۱ کاله عمر لري.

پولیسو د پيښې په سیمه کې د ځینو چړو د موندولو نه هم خبر ورکړی دی.

ویل کیږي د اورلګیدنې د رامنځته کیدو  پر مهال په ودانۍ کې نږدې ۷۰ تنو شتون درلود.

عینې شاهدانو بیا ویلي دي چې د اورلګیدنې د پيلیدو نه وروسته  درنده چاودنه رامنځته شوه  او د ودانۍ نه  تور لوګي  پورته کیدل.

د ویلو ده چې د کیوتو انیمیشن ستدیو  چې په ۱۹۸۱ کال کې جوړه شوې ده  تر اوسه پکې یو زیات شمیر فلمونه او سریالونه  جوړ شوي دي.

د نوموړي شرکت  یو تن  جګپوړي چارواکي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د یو څه موده راهیسې د برښنالیک له لارې  د مرګ ګواښونه  ترلاسه کول.

د جاپان لومړي وزیر شنزو ابې ویلي دي چې  ددې پیښې په مقابل کې  په خوله کې خبرې وچي شوي دي.

ډیر زیات  خواشینی  دی.

هغه  د پيښې قربانیانو  او ټپیانو کورنیو ته  د تسلیت  مراتب وړاندې کړي دي. هغه ویلي دي چې  ټپیان به هر څه ژر  صحت ومومي.



اړوند خبرونه