د جرمني د کولن په ښار کې ناپیژاندو کسانو په یو جومات برید کړی دی.
په جرمني کې په یو جومات برید شوی
1236411
ویل کیږي ناپیژاندو کسانو د کولن په ښار کې د ترکیې د دینې چارو د ریاست او ترک اسلام د تولنې اړوند په جومات برید کړی دی.
ویل کیږي درې کسان جومات ته د ننوتو سره جومات ته يي د پام وړ زیان واړو. نوموړو کسانو د جومات امنیتې کمرې ماتې کړي او د اداري دفتر ته يي هم زیان اړولی دی.
برید کوونکو د جومات د مرستې د راټولو صندوقونو د ماتولو نه وروسته د جومات نه وتلي دي.
د کولن پولیسو د نوموړي برید په اړه تحقیقات پيل کړي دي.