ټرمپ : په راتلوونکې اوونۍ کې د هیواد نه د ناقانونه کډوالو په ویستو پیل کوو
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ وویل چې امریکا ته د قاچاقي لارو څخه د راغلو میلیونونو تنو کډوالو د هیواد نه د ویستو لړۍ به راتلوونکي اوونۍ کې پیل شي.
دونالد ټرمپ د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک د محافظت اداره به امریکا ته د قاچاقي لارو څخه د راغلو میلیونونو تنو غیرې قانوني کډوالو د جلا کولو او په نښه کولو چارې د راتلوونکي اوونۍ نه په اعتبار سره پیل کړي.
غیرې قانوني کډوال به لکه څرنګه چې راغلي دي په همدې شان په ډیرې چټکۍ سره د امریکا له پولو وشړل شي.
ټرمپ ویلي دي چې دا بهیر به په ډیرې چټکۍ سره عملي کړي. همداشان ټرمپ د مکسیکو نه د کډوالۍ د قانون د پلي کولو له امله ستاینه کړې ده.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې لپاره خپل ټاکنیز کمپاین د فلوریدا ایالت د اورلاندو په ښار کې په لوی میتینګ کې د ګډون سره پیل کړ.
ټرمپ دلته هم په خپله وینا کې د کډوالو د مسئلې نه یادونه وکړه. ټرمپ وویل چې امریکا د هغه کډوالو لپاره زمونږ قوانینو ته درناوی کوي یوه ډیره ښه د امن ځای دی. هغه وویل چې مونږ مجرمین بهرنیان او کډوال نه غواړو.