په نیویارک کې د یوې سترې کلیسا د سوځولو مخنیوی وشو
د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک په ښار کې د کاتولیکو مسیحیانو د یوې سترې کلیسا د سوځولو هڅه ناکامه شوه.
1185500
د نیویارک پولیسو ویلي دي چې تیر ماښام يي د منهاټن په پنځمه جاده کې د سانت پاتریکس په سترې کلیسا د برید مخنیوی وکړ.
د امریکا خبري رسنیو د نیویارک د پولیسو د یو مشر له قوله لیکلي دي چې پولیسو یو تن چې د کلیسا په دیوارونو يي دوه بوشکې تیل شیندلي وو او کلیسا ته د اور اچولو هڅه کوله لاس په لاس ونیو.
نیول شوی شکمن د نیوجرسي د ښار اوسیدونکی دی او ۳۷ کاله عمر لري.
دا پیښه پداسې حال کې رامنځته کیږي چې دوه ورځې مخکې د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د نوتردام ۸۵۰ کلنې کلیسا اور واخیست او ستر زیان يي ولید.
پولیسو د پیښې په اړه د جزیاتو ورکولو نه دډه کړې ده .