د افغانستان لپاره د روسیې او امریکا ځانګړي استازي په ترکیه کې لیدنه کوي
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف او د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د فبروري په ۲۲ مه نیټه په انقره کې سره لیدنه کوي.
دا خبره کابلوف په پلازمینه مسکو کې خبري غونډې ته وکړې. هغه وویل چې افغان سیاستوال د فبروري په ۵ او ۶ مو نیټو په مسکو کې د طالبانو سره مخامخ لیدنه وکړه.
دا غونډه په اصل کې په افغانستان کې د سیاسي لارو څخه د روانې جګړې د ختمولو په برخه کې د پيل نقطه ده. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د سولې بله مهمه مسله ددې هیواد نه د امریکايي ځواکونو وتل دي.
هغه د ټرمپ د هغه څرګندونو نه په یادونې سره چې ویلي وو چې د افغانستان پدې جګړه کې سره ددې چې ډیر زیاتې مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي خو هیڅکومه مثبته پایله نده ترلاسه شوې وویل ، امریکا بالاخره پدې خبره پوه شو چې په افغانستان کې روانه جګړه باید پایته ورسوي.
خو اوس مهال پدې اړه زیاتې خبرې کولې د وخت نه وړاندې خبره ده.
کابلوف وویل چې د فبروري په ۲۲ مه نيټه به په انقره کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي خلیلزاد سره وګوري.
هغه وویل چې د افغانستان خلک سوله او په خپلو لاسونو د خپل دولت جوړول غواړي. افغانان ډیر زیار کښ ملت دی او پوره باور لرو چې په هر څه قادر دي.
د مسکو غونډه ددې خبرې ښکاره مثال دی. هغه وویل چې روسیه د افغانستان د خلکو سره هر دول مرستې ته اماده دی.
هغه وویل چې طالبانو هم بعضې سیاسي اهداف لري. هغوې په خپل هیواد کې بهرني ځواکونه نه غواړي.
همداشان کابلوف وویل چې د افغانستان د ستونزې د حل په مسله کې پاکستان او ایران هم کلیدي رول خاوندان دي.