د لیبیا د بهرنیو چارو په وزارت ځانمرګی برید وشو.
د لیبیا د بهرنیو چارو په وزارت ځانمرګی برید وشو
1113262
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د لیبیا په پلازمینه ترابلس کې د بهرنیو چارو په وزارت ډله ایز برید وشو.
رویټرز د پيښې د عیني شاهدانو له قوله لیکلي دي چې برید کوونکو لومړی د بهرنیو چارو د وزارت په ودانۍ ډزې وکړې او وروسته يي ځانمرګی برید وکړ.
همداشان د لیبیا امنیتي ځواکونو دویم ځانمرګی برید کوونکی له خپو وغورځو.
د لیبیا یو تن امنیتي چارواکي خبري رسنیو ته وویل چې پدې برید کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
امنیتي چارواکي د برید په اړه د جزیاتو ورکولو نه ډډه وکړه.
هغه وویل چې د تحقیقاتو نه وروسته به د پيښې جزیات معلوم شي.
د ویلو ده چې د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
په لیبیا کې په ۲۰۱۱ کال کې د معمرالقذافي د واکمنۍ د ړنګیدو نه وروسته هیواد د جدي سیاسي او امنیتي ستونزو سره لاس او ګریوان دی.