امریکا په نړۍ کې د ښځو لپاره د خطرناکو هیوادونو په کتار کې ځای ونیو
امریکا متحده ایالتونو په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو د خطرناکه لسو لومړنیو هیوادونو په کتار کې ځای ونیو.
امریکا متحده ایالتونو په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو د خطرناکه لسو لومړنیو هیوادونو په کتار کې ځای ونیو.
د انګلستان د تومسون رویټرز ټولنې په ټوله نړۍ کې د ښځو ژوند او حالاتو په اړه د ۵۵۰ تنو متخصصینو سره په ګډه د ترسره کړو څیړونو پایلې اعلان کړې.
پدې څیړونو کې په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو د خطرناکه هیوادونو لست خپور شوی دی.
ددې څیړونو له مخې هندوستان په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو زیات خطرناکه هیواد دی.
په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو د خطرناکه هیوادونو په لست کې هندوستان په لومړني کتار کې او امریکا بیا په لسم کتار کې ځای نیولی دی.
په نوموړي لست کې افغانستان په دویم ، سوریې په دریم، سومالیا په څلورم، سعودي عربستان په پنځم، پاکستان په شپږم، کانګو دیموکراتیک جمهوریت په اوم ، یمن په اتم، نایجریا په نهم او امریکا په لسم کتار کې ځای نیولی دی.
د ویلو ده چې پدې لست مې امریکا لومړنی لویدیځوال هیواد دی چې ځای نیسي.
دا لست په نړۍ کې د ښځو د جنسي استثمار، جنسي تیریو، جنسي شدت ، جنسي بې عدلتیو، تورونو او په قضا کې د ښځو د ستونزو په څیر په مسلو د غور او څیړونو په پایله کې جوړ شوی دی.
پدې راپور کې راغلي دي چې امریکا متحده ایالتونو د ښځو پر وړاندې د جنسي استثمار د جرایمو په برخه کې د سوریې سره په یو کتار کې ځای نیولی دی.
د بله پلوه څیړونو او متحصصینو ویلي دي چې د ښځو لپاره د نړۍ په خطرناکو هیوادونو کې د امریکا نوم داخلیدل پدې هیواد کې د جنسي تیریدو او استثمار په برخه کې د نړۍ ټولنې توجه ځانته جلب کړې او ددینه وروسته به پدې هیواد کې پدې برخه کې لا زیاتې څیړنې ترسره شي.