ټرامپ : د اسراییلو او فلسطین ترمنځه د روغې جوړې په نوي پلان کار کوو

ټرامپ : تر کومه چې د فلسطین او اسراییلو ترمنځه د سولې خبرې امتحان نکړو خپل سفارت به بیت المقدس ته انتقال نکړو

822912
ټرامپ : د اسراییلو او فلسطین ترمنځه د روغې جوړې په نوي پلان کار کوو

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ  وویل چې د فلسطین او اسراییلو ترمنځه یو ځل بیا د سولې د مذاکراتو د امتحانولو نه مخکې  نه غواړي چې  د امریکا  سفارت د تل ابیب نه بیت المقدس ته انتقال کړي.

هغه  دا څرګندونې  د ټي بي ان  تلویزیون سره  په مرکه کې وکړې.

ټرامپ  ددې پوښتنې په ځواب کې چې  په اسراییلو کې  د امریکا  سفیر دیوید  فریدمان  ویلي غواړي  په نږدې وختونو کې  د امریکا سفارت د تل ابیب نه  بیت المقدس ته  انتقال کړي ، تاسې څه نظر لرۍ؟ وویل ، د اسراییلو او فلسطین ترمنځه  د سولې په خاطر  په نوي پلان  کار کوو.

هغه وویل چې  د اسراییلو او فلسطین ترمنځه سوله  ناممکنه نده ، د امکان وړ مسله ده. امریکا  دم ګړۍ  پدې اړه په یو پلان کار کوي. هر سړی وايي چې  دا پلان  ګټه نکوي.

ټول پدې فکر کې دي چې  په نړۍ کې تر ټولو  ستونزمنده  مسله  د اسراییلو او فلسطین مسله ده. ددوې ترمنځه  سوله ناممکنه ده. خو مونږ  ددې سولې  د راوستو  او ددوې ترمنځه د روغې جوړې  لپاره  په پلان کار کوو  او یو ځل  بیا به يي امتحان کړو.

ټرامپ ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ایا  دا پلان به څو فیصده  بریالی  شي؟ داسې وویل، نه غواړي چې پدې اړه  فیصدي ورکړي.

مخکې ددینه چې  خپل سفارت  بیت المقدس ته انتقال کړو  لومړی غواړو چې  د سولې خبرې اترې  او پدې اړه جوړ شوی  پلان  امتحان کړو.

که چیرې  د اسراییلو او فلسطین ترمنځه  سوله وشي  دا به د منځني ختیځ روان کړکیچ   ته هم د حل لار پیدا کړي.

ټرامپ وویل چې په نږدې راتلوونکي کې به خپل پلان  د دوړاو خواوو سره شریک کړي.  



اړوند خبرونه