امریکا متحده ایالتونو د روسیې اخطار ته د متقابل اخطار سره ځواب ورکړ.
د روسیې او امریکا ترمنځه د سوریې د مسلې په اړه نوی جنجال.
امریکا متحده ایالتونو د روسیې اخطار ته د متقابل اخطار سره ځواب ورکړ.
د امریکا لوی درستیز ستر جنرال جوزیف ډانفورد د روسیې د هغه اخطار په ځواب کې
« که چیرې په سوریه کې د ایتلافي ځواکونو یا امریکا الوتکې د فرات د نهر نه راواوړي راوبه يي غورځوي. » په ځواب کې وویل چې په سوریه کې امریکايي ځواکونه د خپل ځان نه د هر ډول دفاع پوره ظرفیت او توان لري.
هغه دا څرګندونې په واشنګټن کې د ملي مطبوعاتو د کلوپ لخوا په جوړه شوې میلمستیا کې وکړې.
ډانفورد دلته په خپله وینا کې وویل چې په سوریه کې په ډاډمنده توګه د یو بل د ځواکونو د پیژندو او جلاوالي په خاطر د ارتباطاتو یو کانال جوړشوی وو چې د پرون تر سهار فعاله وو. دا کانال د روسیې لخوا تړل شوی دی خو هیله لرو په راتلوونکو ساعتونو کې بیرته له سر فعال شي.
هغه ددې کانال په اهمیت د ټینګار سره وویل « ۱۸ میاشتي کیږي چې د ارتباطاتو دا کانال جوړ شوی دی او پدې موده کې په ځانګړې توګه په هوا کې د هوايي ځواکونو د امن او ډاډ سره الوتنو کې ډیر ګټور وو.» هغه وویل چې د روسیې لخوا ددې کانال د تړولو خبر يي د مطبوعاتو له لارې ترلاسه کړ.هغه وویل چې پدې برخه کې به هر څه ژر د روسیې سره ډیپلوماتیک تماسونه پیل شي او ښه نتیجه به ترلاسه کړو.
ډانفورد دلته ددې پوښتنې په ځواب کې چې « تر کومه اندازه ډاډ لرۍ چې روسیه به د امریکا په الوتکو برید ونکړي ؟ داسې وویل ، امریکايي ځواکونه په سوریه کې د خپل ځان نه د پوره دفاع هر ډول امکان او ظرفیت نه برښمند دي. زه پدې اړه پور باور لرم.»
ډانفورد وویل چې په سوریه کې د اسد د رژیم الوتکه د قانون په چوکاټ کې ویشتې ده. دا الوتکه د ځواکونو نه د دفاع د هغه قانون په چوکاټ کې ویشتل شوې ده چې کانګرس په ۲۰۰۱ کال کې تصویب کړی دی. پدې قانون کې د ځواکونو د دفاع په خاطر د عسکري طاقت نه د استفادې په خاطر پوځ ته پوره صلاحیت ورکړ شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د امریکا لخوا په سوریه کې د اسد د رژیم اړوند د عسکري الوتکې د ویشتو نه وروسته روسیې سخت غبرګون وښود او امریکا ته اخطار ورکړ.
روسیې امریکا ته اخطار وکړ که چیرې هره الوتکه يي د سوریې د فرات د نهر نه واوړي سمدلاسه به يي راوغورځوي.