د هندوستان الوتکې سقوط وکړ.
د هندوستان اړوند یوې امبولانس الوتکې د تایلنډ د پلازمینې بنکاک په شاوخوا کې سقوط وکړ.
د هندوستان الوتکې سقوط وکړ.
د هندوستان اړوند یوې امبولانس الوتکې د تایلنډ د پلازمینې بنکاک په شاوخوا کې سقوط وکړ.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج ویلي دي چې ددوې یوې امبولانس الوتکه د ټایلنډ د پلازمینې بنکاک په شاوخوا کې د اور اخیستو نه وروسته راولویده.
هغې ویلي دي چې په الوتکه کې پنځو تنو شتون درلود.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې ویلي دي چې په پیښه کې د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی او د دوو تنو ډاکټرانو په ګډون ۴ تنو ژوندي ژغورل شوي دي.
ډاکټران سخت ټپیان دي چې په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري. همداشان د الوتکې دوه تنه نور مساپر بیا لږ ټپیان شوي دي.
هغې ویلي دي چې د پیښې په اړه تحقیقات پيل شوي دی او دا لا معلومه نده چې الوتکې ولې اور اخیستی دی.
د هغې په وینا امبولانس الوتکه د هندوستان د یو خصوصي روغتون اړوند وه.