د كډوالو لپاره د اوښانو پارك
د سويډن هېواد په يو بې ساري اقدام كې پرېكړه وكړه چې په هېواد كې د منځني ختيځ او سوماليا د هېوادوانو د كډوالو د مطابقت لپاره د اوښانو يو پارك جوړ كړي.
673315
د سويډن د ګونتبرګ په ښار كې د نوموړي هېواد د كلتور سره د كډوالو د مطابقت او دوى ته د كار د زمينې د برابرولو په موخه د اوښانو يو پارك جوړيږي.
ددې هېواد د خبري رسنيو د معلوماتو پر اساس دا پارك به د انګېرېرد په سيمه كې چې په كې ډېرى كډوال اوسيږي جوړ شي. ټاكل شوې ده چې دا تفريحي پارك به د سيلانيانو د جذبولو په موخه ګټې اخيستنې ته وړاندې شي. د پارك ټول كارګران به هغه كډوال وي چې د اوښانو په اړه پوره معلومات لري.
ددې پروژې يو تن كار كوونكي كېزې ناګي څرګنده كړه چې د منځني ختيځ د هېوادونو او سوماليا يو زيات شمېر وګړي د اوښانو په اړه پوره تجربه لري. له يوې خوا به دوى ته د كار زمينه برابره شي او د بله پلوه به سيمې ته سيلانيان جذب شي.