اوباما ۸ کاله یواځې اسراییلو ته خدمت کړی دی
د اسراییلو ولسمشر : اوباما د خپلې دندې پر مهال تر ټولو ډیر اسراییلو ته خدمت او کار کړی دی
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما د خپلې دندې د ۸ کلونو په دننه کې تر ټولو زیات اسراییلو دولت ته خدمت او کار کړی دی.
دا څرګندونې د اسراییلو ولسمشر رووین ریولین د امریکا د سفیر په ویاړ په جوړه کړې میلمستیا کې وکړې.
هغه وویل چې باراک اوباما د خپلې دندې د ۸ کلونو په دننه کې تل د اسراییلو نه ملاتړ کړی دی او مونږ ته يی خدمت او کار کړی دی.
د اسراییلو د دولتي راډیو د خبر له مخې د نوموړي هیواد ولسمشر رووین ریولین په تل ابیب کې د امریکا د سفیر دان شاپیرو په ویاړ چې دندې پایته رسیدلې او هیواد ته ستنیږي د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې میلمستیا جوړه کړه.
په خبر کې راغلي دي چې د اسراییلو ولسمشر پدې میلمستیا کې په وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل « باراک اوباما د خپلې دندې د ۸ کلونو په دوران کې اسراییلو ته خدمت او کار کړی دی . هغه تل د اسراییلو سره د مرستې او ملاتړ هڅه کړې ده . د عسکري برخې په ګډون په هره برخه کې زمونږ سره ډیرې زیاتې مرستې کړي او زمونږ لپاره يي کار کړی دی. »
د بله پلوه په اسراییلو کې د امریکا سفیر پدې میلمستیا کې د خپلي وینا په ترڅ کې وویل « هو دا حقیقت دی چې ځیني وختونه د امریکا او اسراییلو ترمنځه په بعضو مسلو کې اختلاف د نظر پیدا شوی دی . دا ډول اختلافات په اصل کې د دوستانو ترمنځه طبعي خبره ده . تاریخ ددې شاهد دی چې د امریکا او اسراییلو ترمنځه اړیکې پدې وروستیو کلونو کې تر هر وخته ډیرې قوي او پیاوړي شوي دي. »