ترومپ د اسلام سره د دښمنۍ په برخه کې خپه د چوکاټ نه بهر کړه.
په امریکا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د جمهوریت پلوو ګوند نوماند دونالد ترومپ د اسلام سره د دښمنۍ په برخه کې خپه د چوکاټ نه بهر کړه.
په امریکا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د جمهوریت پلوو ګوند نوماند دونالد ترومپ د اسلام سره د دښمنۍ په برخه کې خپه د چوکاټ نه بهر کړه.
دونالد ترومپ په نیویارک کې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره لیدنه وکړه.
ترومپ پدې لیدنه کې نتنیاهو سره د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو په صورت کې به بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه ومني ژمنه وکړه.
د ویلو ده چې ترومپ ددینه مخکې د خپل تبلیغاتي کمپاینونو په ترڅ کې په ټینګار ویلي وو چې د بري په صورت کې به امریکا ته د مسلمانانو په راننوتو بندیز ولګوي.
هغه دا ځل د اسلام سره د دښمنۍ په برخه کې خپه د چوکاټ نه بهر کړه.
هغه د اسراییلو د لومړي وزیر سره ژمنه وکړه چې د بري په صورت کې به بیت المقدس یواځې او یواځې د اسراییلو د پلازمینې او ښار په توګه په رسمیت وپيژني.
ترومپ د نتنیاهو سره په لیدنه کې ویلي دي چې اسراییلو حکومت په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو کلیدي متفق هیواد دی. اسراییلو حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې کلیدي رول لري.
د ترومپ د تبلیغاتي ډلې لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې ترومپ د اسراییلو د لومړي وزیر سره په لیدنه کې د هغه سره د بري په صورت کې بیت المقدس د اسراییلو پلازمینې په توګه د په رسمیت پيژندولو ژمنه وکړه.
د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشرۍ لپاره د ډیموکراټانو د ګوند نوماندې هیلري کلنټن هم د اسراییلو د لومړي وزیر سره لیدنه وکړه.
کلنټن بیا په لیدنه کې د اسراییلو سره د امنیتي برخو کې د مرستو په مسلې ټینګار کړی دی .
د یادولو وړ ده چې دواړه نوماندان د اسراییلي پلوو یهودانو د ملاتړ د خپولو په خاطر د اسراییلو د حکومت سره غوړې غوړې ژمنې کوي.