په سویډن کې د جومات په جماعت برید وشو
د سویډن په پلازمینه ستوکخلم کې ۵۰ کسیزې اسلام دښمنه ډلې د یو جومات په جماعت برید وکړ.
د سویډن په پلازمینه ستوکخلم کې ۵۰ کسیزې اسلام دښمنه ډلې د یو جومات په جماعت برید وکړ.
ویل کیږي نوموړو کسانو چې تورې جامې په تن وې د لمانځه نه وروسته د جومات په جماعت لومړی لفظي او وروسته فزیکي بریدونه وکړل.
د سویډن د افتونبلادت نامتو ورځپاڼې د خبر له مخې یوې ۵۰ کسیزې ډلې د پلازمینې ستوکخلم د سودرمالم په سیمه کې د ستوکخلم په نامه د جومات په جماعت د لمانځه نه وروسته لومړی لفظي او وروسته فزیکي برید کړی دی.
په خبر کې راغلي دي چې نوموړې ډلې لومړی د جومات جماعت ته سپکاوی وکړ او وروسته يي پرې د سوټو او تیګو بریدونه وکړل.
د برید نه وروسته د پولیسو د رارسیدو سره په پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی. پولیسو د پیښې په اړه څیړنې پیل کړي دي.
د ستوکخلم د امنیې قومندان ویاند ویلي دي چې د پیښې د عینې شاهدانو نه يي د برید کوونکو د تشخیص په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې او تر اوسه پورې د پیښې په تړاو څوک نیولي ندي.