په لېبيا كې د سولې تړون

په لېبيا كې د طرابلس او طبرق په ښارونو كې جلا جلا ډلو د يو تړون په لاسليكولو سره د ملي وحدت د حكومت د جوړولو پرېكړه وكړه.

412801
په لېبيا كې د سولې تړون


په لېبيا كې د طرابلس او طبرق په ښارونو كې جلا جلا ډلو د يو تړون په لاسليكولو سره د ملي وحدت د حكومت د جوړولو پرېكړه وكړه.
دا تړون د تېر يو كال راهيسې په لېبيا كې د اړوندو سياسي او نظامي ډلو ترمېنځ د خبرو اترو په پايله كې لاسليك شوى دى. د تړون له مخې په لومړي سر كې بايد په هېواد كې اوربند اعلان شي. وروسته د ملي وحدت حكومت جوړ شي او د دواړو ښارونو پارلمانونه سره يو ځاى شي.
ويل كيږي چې په هېواد كې لږ تر لږه ۱۰۰ ډلې د يو بل پر خلاف جنګيږي.
د داعش ترهګرې ډلې ددې نښتو نه په ګټې اخيستلو سره په لېبيا كې د خپل فعاليت لمن پراخه كړې ده او يو شمېر مهمې سيمې يې نيولي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه