افغان الاصله کاناډايي مریم منصف د کاناډا په کابینه کې ځای ونیو

په کاناډا کې د جاستین ترودو په مشرۍ نوي حکومت د لوړې په کولو سره رسمآ خپله دنده پيل کړه.

410873
افغان الاصله کاناډايي مریم منصف د کاناډا په کابینه کې ځای ونیو

په کاناډا کې د جاستین ترودو په مشرۍ نوي حکومت د لوړې په کولو سره رسمآ خپله دنده پيل کړه.
د یادولو وړ ده چې په کاناډا کې د اکتوبر په میاشت کې په ترسره شوو پارلماني ټاکنو کې د جاستین ترودو په مشرۍ لیبرال ګوند ستر بری ترلاسه کړ.
همداشان د کاناډا ځوان لومړی وزیر جاستین ترودو خپل لومړنی بهرنی سفر ترکیې ته کوي. لومړی وزیر ترودو به د جي شل د سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په موخه د نوامبر په ۱۴ مه نیټه ترکیې ته راشي.
د کاناډا لومړي وزیر ترودو نوې کابینه کې د خلکو سره د کړو ژمنو سره سمه ښځو ته پکې د چا خبره نیمايي څوکۍ ورکړي دي.
د کاناډا په نوې کابینه کې چې د ۳۱ تنو وزیرانو نه جوړه ده ۱۵ تنه پکې ښځې وزیرانې دي.
د کابینې د وزیرانو عمرونه د ۳۵ او ۵۰ کلونو ترمنځه دي.
د کاناډا په نوې کابینه کې افغان الاصله کاناډايي مریم منصف بیا د ډیموکراتیکو ادارو د مسولې وزیرې په توګه ټاکل شوې ده .
همداشان د کاناډا په نوې کابینه کې د هند سکانو ته هم د دفاع او اقتصادي ودې په ګډون ۴ وزارت خانې ورکړي دي.
د کاناډا په نوې کابینه کې د جګړو د غازیانو د چارو وزیر په توګه د مدافع وکیل کینت میهر چې په خپله هم معیوب دی ټاکلی دی.
د کاناډا لومړي وزیر ترودو د لومړي وزیرۍ د دندې نه سربیره د حکومتونو ترمنځه د اړیکو او د ځوانانو د چارو د وزارتونو دندې هم په خپل غاړه اخیستې دي .
د کاناډا ځوان وزیر جاستین ترودو به خپل لومړنی بهرنی سفر ترکیې ته وکړي. لومړی وزیر ترودو به د نوامبر په ۱۴ مه نیټه په انتالیا کې جوړیدونکي د جي شل په سرمشریزه کې د ګډون په خاطر ترکیې ته راشي.
مریم منصف په اصل کې د افغانستان د هرات ولایت اوسیدونکې ده چې ۲۰ کاله د مخه د خپلې کونډې مور سره یو ځای کاناډا ته تللې . مریم منصف چې په کاناډا کې په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو بوخته وه د اکتوبر په میاشت کې په ټاکنو کې د لیبرال ګوند له لارې پارلمان ته لار پیدا کړه.
مریم منصف خپلې لوړې زده کړې د ساینس په برخه کې د کاناډا د ترینت په پوهنتون کې سرته رسولي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه