هالنډي سیاستوال: د جون په ۲۰ به د محمد ص کاریکاتورنه خپاره کړو

د هالنډ حکومت د نوموړي هیواد د افراطي سیاستوال ویلډرز لخوا په ملي تلویزیون کې د محمد ص د کاریکاتورنو د خپرولو د پریکړې په اړه اندیښنه ښودلې ده

302239
هالنډي سیاستوال: د جون په ۲۰ به د محمد ص کاریکاتورنه خپاره کړو

په هالنډ کې ښې اړخه افراطي سیاستوال ویلډرز د مسلمانانو تحریکولو په خاطر د خپلې وسې او توانه پورې هلې ځلې کوي.
په هالنډ کې د اسلام دښمنه افراطي سیاستوال ویلډرز لخوا په ملي تلویزیون کې د پیغبمر ص د کاریکاتورونو د خپرولو پریکړې د هالنډ حکومت د ستونزو سره مخامخ کړی دی .
د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه خپلو ټولو سفیرانو ته ویلي دي چې کوربه هیوادونو ته قناعت ورکړي چې دا پریکړه د حکومت نه بلکې د پخپله د ویلډرز پریکړه ده .
ویلډرز ددینه وړاندې په پارلمان کې د محمد ص د کاریکاتورونو د نندارتون د پرانیستو لپاره د اجازې غوښتنه کړې وه چې دا غوښتنه د پارلمان د ریس لخوا رد شوې وه. نوموړي د رد جواب د ترلاسه کولو نه وروسته اعلان وکړ چې د جون د ۲۰ او جولای تر ۳ مې نیټې په ملي تلویزیون کې د ددوی د ګوند لخوا په ځانګړې شوې موده کې به د محمد ص کاریکاتورونه خپاره کړي.
د ویلو ده چې هالنډي اسلام دښمنه سیاستوال ویلډرز تیره میاشت د امریکا د تکزاس ایالت د دالاس په ښار کې د محمد ص د کاریکاتورونو په اړه په جوړه شوې سیالۍ کې هم ګډون کړی وو. پدې نندارتون د دوو تنو لخوا وسله وال برید هم شوی وو . په برید کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.
هالنډي افراطي سیاستوال په ۲۰۰۸ کال کې د انټرنټ له لارې د فتنې په نامه د یو ۲۶ دقیقه يي فلم د خپرولو سره چې مسلمانانو او اسلام ته پکې سپکاوی شوی وو د نړۍ سخت غبرګون راوپارو.
ددې پرمختګ نه وروسته د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې د هالنډ د سفارتخانو پر وړاندې سختې مظاهرې وشوې . د هالنډ حکومت هغه مهال هم ویلي وو چې دا فلم د حکومت په پریکړه نده خپور شوی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه