پر افغانستان د بريد له امله د رسموسن سرخوږى

د ناټو پخوانى سرمنشي اندر فوغ رسموسن په ډنمارك كې د پارلمان لخوا د پوښتنو ګروېګنو لپاره غوښتل شوى دى.

292561
پر افغانستان د بريد له امله د رسموسن سرخوږى


د ناټو پخوانى سرمنشي اندر فوغ رسموسن په ډنمارك كې د پارلمان لخوا د پوښتنو ګروېګنو لپاره غوښتل شوى دى.
ټاكل شوې ده چې رسموسن به د خپل لومړي وزارت د دندې پرمهال پر افغانستان او عراق كې د جګړو د يو عامل په تور د ډنمارك د حكومت يو كميسيون ته معلومات وركړي.
د ډنمارك حكومت د تېر كال د نوامبر د مياشتې په اتمه نېټه ( د عراق او افغانستان د جګړو د څېړنې كمېسيون) جوړ كړ چې موخه يې په دواړو هېوادونو كې د ډنمارك د ځواكونو د ښكېلتيا په اړه څېړنې دي.
ددې كمېسيون د پرېكړې له مخې د وخت د حكومت د لومړي وزير اندر فوغ رسموسن په ګډون د بهرنيو چارو وزير پېر سټېګ مولر او نورو چارواكي به د معلوماتو لپاره كمېسيون ته ور وغوښتل شي.
د رسموسن په ګډون به د اړوندو چارواكو نه د هغو قانوني بنسټونو په اړه پوښتنه وشي چې له مخې يې په افغانستان او عراق نظامي بريدونه كړي دي.
رسموسن پر عراق باندې د بريد پرمهال ويلي ول چې `` د صدام حسين رژيم د كيمياوي وسلو خاوند دى او دا د نړيوالې ټولنې لپاره يو ګواښ دى.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه