د روهینګا د مسلمانانو قاچاقبر جنرال ونیول شو

د ټایلنډ پولیسو د نوموړي هیواد یو تن جنرال چې د روهینګا د مسلمانانو په قاچاق کې لاس درلود نن ونیو

291985
د روهینګا د مسلمانانو قاچاقبر جنرال ونیول شو

د روهینګا د مسلمانانو برمته کوونکی او د هغوې نه د انساني قاچاق په خاطر استفاده کوونکی جنرال پولیسو ونیو.
په ټایلڼد کې هغه ډګر جنرال چې د روهینګا مسلمانان يي برمته کړي وو او د هغوې نه د انسانانو په قاچاق کې کار اخیسته د پولیسو لخوا ونیول شو.
د ټایلنډ د هیواد یو تن جنرال ماناس ګونګپان چې د نوموړي هیواد د پولیسو د مشر سره یو ځای د مسلمانانو په برمته کولو او قاچاق تورن ول په پلازمینه بنکاک کې پولیسو ته تسلیم شو.
د ټایلنډ د هیواد جنرال ماناس ګونګپان د ۲۰۱۲ کال د نوامبر او د ۲۰۱۵ کال د مې د میاشتو ترمنځه د بنګلادیش او میانمار نه د ټایلنډ په لاره مالیزیا ته د انسانانو په قاچاق او د پیسو په خاطر د یو زیات شمیر مسلمانانو د برمته کولو په تور تورن دی.
د ټایلنډ امنیتي ځواکونو د مالیزیا پولیسو ته نږدې د پادانګ بیسر په سیمه کې د مې په لومړۍ نيټه یو ډیر لوی پټن ځای چې په سلګونو تنه مسلمانان پکې برمته ساتل کیدل کشف شو.
د ویلو ده چې پدې پټنځای کې د روهینګا د مسلمانانو د ۳۲ تنو مړي هم موندل شوي وو.
د ټایلنډ حکومت په سیمه کې د انسان د قاچاق د فعالیتونو په تړاو ډیر پراخه عملیات او څیړنې پیل کړې وې. حکومت د نوموړو څیړونو نه وروسته ۸۲ تنه چې پولیس، قومي مشران ، سیمه ییز سیاستوال او جنرال هم پکې شتون درلود د نیولو امر صادر کړ.
د ټایلنډ پولیسو د نوموړو ۸۲ تنو نه ۵۲ تنه نیولي او پاتې اوس هم لا درکه دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه