د سعودي عربستان پیلوټان چې سمندر ته غورځیدلي ول وژغورل شول

امریکايي ځواکونو د سعودي عربستان اف ۱۵ جنګي الوتکې دوه تنه پیلوټان چې د عدت د خلیج د پاسه يي الوتکې نه ځانونه غورځولي ول وژغورل .

285177
د سعودي عربستان پیلوټان چې سمندر ته غورځیدلي ول وژغورل شول

امریکايي ځواکونو د سعودي عربستان اف ۱۵ جنګي الوتکې دوه تنه پیلوټان چې د عدن د خلیج د پاسه يي الوتکې نه ځانونه غورځولي ول وژغورل .
امریکايي ځواکونو ویلي دي چې د سعودي عربستان لخوا د مرستې غوښتلو نه يي سمدلاسه وروسته د جیبوتي نه د ژغورنې چورلکې سیمې ته لاړې او د سعودي عربستان دوه تنه پیلوټان چې په نړۍوالو اوبو کې غورځیدلي ول وژغورل .
امریکا ویلي دي چې د پيلوټانو روغتیايي حالت په کامله توګه ښه دی.
دا چې دې جنګي الوتکې د یمن په عملیاتو کې ګډون کړی وو او که نه پدې اړه څه ندي ویل شوي.
د الوتکې پیلوټانو بیا ویلي دي چې د تخنیکي ستونزې له امله يي د الوتکې نه ځانونه غورځولي دي .
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان د امریکا لخوا د نوموړي هیواد د دوو تنو پیلوټانو د ژغورنې له امله د ټیلیفون په کرښه د باراک اوباما نه مننه وکړه .
پدې ټیلیفوني خبرو کې دواړو مشرانو د یمن په وروستیو پرمختګونو هم خبرې وکړې.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په یمن کې د حوثي یاغیانو پر خلاف د سعودي عربستان په مشرۍ د عملیاتو او ایتلاف نه یو ځل بیا د ملاتړ اعلان وکړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه