د یونان په پلازمینه اتن کې د جومات د جوړولو وخت رارسیدلی دی

213623
د یونان په پلازمینه اتن کې د جومات د جوړولو وخت رارسیدلی دی

د یونان په نوي پارلمان کې د واکمن ګوند مسلمان وکیل حسین زیبک وویل چې ً زما په اند د یونان په پلازمینه اتن کې د جومات د جوړولو وخت رارسیدلی دی . ً
په یونان کې په پارلمان کې د واکمن ګوند مسلمان وکیل حسین زیبک په یونان کې د جومات د جوړولو په اړه څرګندونې وکړې. نوموړي وویل چې په پلازمینه اتن کې د جومات د جوړولو وخت رارسیدلی دی . نوموړي زیاته کړه چې په یونان کې یو نه باید لا زیات جوماتونه جوړ شي. زیبک وویل زه پوره باور لرم چې نوی حکومت به دې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي.
حسین زیبک چې په لویدیځه تراکیا کې د ترک کورنۍ غړی دی دا دریم ځل دی چې پارلمان ته لار پیدا کوي. نوموړي وویل چې د یونان خلک د نوي واکمن ګوند نه ډیرې زیاتې تمې او توقعات لري.
نوموړي زیاته کړه لکه د یونان د نورو خلکو په څیر لویدیځې تراکیا ترکان هم ډیرې زیاتې ستونزې لري ، په ځانګړې توګه د زده کړو په برخه کې .
حسین زیبک وویل چې په لویدیځه تراکیا کې د ترک لږه کیو په سیمو تعلیمې سیستم ځینې ستونزې لري. د بیلګې په توګه پدې سیمو کې په دوو ژبو یوناني او ترکي زده کړې ورکول کیږي چې دا پخپله ستونزې رامنځته کوي. یو زده کوونکی نه په کامله توګه یوناني ژبه زده کولی شي او نه په کامله توګه ترکي ژبه. په اصل کې د پخواني اقتدار موخه همدا وه چې زموږ ماشومان د زده کړو نه محروم پاتې شي. پخواني اقتدار په هر فرصت کې د لږه کیو په سیمو کې د ښوونځیو کوالټي او ظرفیت د راټیټولو هڅه کوله تر څو زده کوونکي یوناني ښوونځیو ته مخه وکړي.
د همدې امله په سیمه کې یو زیات شمیر ښوونځي وتړل شول. حسین زیاته کړه چې پوره باور لري چې نوی اقتدار به پدې برخه کې ځیني جدي بدلونونه راولي. همداشان دا تغیرات هم باید د لږه کیو د استازو سره د ډیالوګ په چوکاټ کې ترسره شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه