د انګلستان د ازادۍ  ګوند په وتلې څیرې د جنسي تیري ادعا شوې

142344
د انګلستان د ازادۍ  ګوند په وتلې څیرې د جنسي تیري ادعا شوې

د انګلستان د ښې اړخه افراطي د انګلستان د ازادۍ ګوند نامتو څیرې ۳۵ کلنې ناتاشا بولتر د ګوند د مشر عمومي سکرتر لخوا پرې د جنسي تیري له امله د ګوند نه استعفا وکړه.
د یادولو وړ ده چې یاد شوی ګوند په اروپا کې د بهرنیو او کډوالو ستر مخالف ګوند دی.
د یاد شوي ګوند نامتو څیرې چې د ولسي جرګې د غړیتوب لپاره تیاری نیولی وو ادعا کړې ده چې د ګوند د عمومي سکرتر روګر بیرد لخوا پرې جنسي تیری شوی دی .
ناتاشا بولتر خبري غونډې ته وویل چې د ولسي جرګې د غړیتوب د مسلې په اړه د خبرو کولو په خاطر يي د روګر بیرد ته د لیدنې وړاندیز وکړ چې هغه وړاندیز قبول کړ او وویل چې ماښام په یو کلوپ کې به ورسره وویني. خو کله چې زه د یوې سیاستوالې په توګه کلوپ ته لاړم د هغه نیت بل څه وو. نوموړي سمدلاسه زما په تعریف پيل وکړ او لږه شیبه وروسته يي وویل چې نن شپه له ما سره تیره کړه.
د بله پلوه د ګوند عمومي سکرتر روګر بیرد د ناتاشا بولتر ادعا په کلکه توګه رد کړې ده او ویلي دي چې نوموړې پخوا دده سره اړیکې درلودې.
ناتاشا بولتر ویلي دي چې د روګر بیرد سره هیڅډول اړیکې نلري .
همداشان د انګلستان د ازادۍ ګوند مشر روګر بیرد له ګونده اخراج کړ.
ناتاشا بولتر ویلي دي چې دا لومړی ځل ندی چې په ګوند کې د دا ډول تیري سره مخامخیږي. ددینه وړانډې هم په کراتو په ګوند د لفظي تیریو سره مخامخ شوې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه