د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سرکوزي د پولیسو لخوا ونیول شو

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سرکوزي د محرمو عدلي تحقیقاتو نه د سر غړونې په تور د پولیسو لخوا ونیول شو.

112638
د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سرکوزي د پولیسو لخوا ونیول شو

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سرکوزي د پولیسو لخوا ونیول شو.
د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سرکوزي د محرمو عدلي تحقیقاتو نه د سر غړونې په تور د پولیسو لخوا ونیول شو.
د فرانسې د BFM تلویزیوني کانال د هیواد د عدلي سرچینو له قوله په خپور کړي خبر کې د پاریس په شاوخوا کې د نانتیرا د پولیسو د مرکز لخوا سرکوزي نیول شوی او تحقیقات ترینه شوي دي .
د ویلو ده چې د فرانسې عدلي پولیسو تیره ورځ د سرکوزي د مدافع وکیل او څارنوالان هر یو ګیلبرت ازیبرت او پاتریک ساسوت نیولي ول.
ویل کیږي سرکوزي د مدافع وکیل د وکیل سره د هغه په اړه د پرانیستل شوې یوې پټې دعوا په اړه د څارنوال ګیلبیرت نه د ټیلیفون په کرښه د معلوماتو د اخیستو اړوند په ټیلیفون کې خبرې کړې وې چې دا ټيلیفوني خبرې د پولیسو لخوا ثبت شوې وې.
د سرکوزي د ټيلیفوني خبرو ثبتولو مسلې په فرانسه کې سخت غبرګونونه پارولي ول.
د فرانسې قضایې ارګانونو ویلي وو چې د سرکوزي او دوو تنو وزیرانو ټیلیفوني خبرې په ۲۰۰۷ کال کې د لیبیا د پرځول شوې ولسمشر قذافي د ولسمشرۍ د کمپاین سره د مرستې د ادعا له امله ثبت شوې وې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه