د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2106209
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

د تورکیې او مصر ترمنځه په اړیکو کې یوه نوې دوره او باب پرانیستل شوی دی چې اړیکې یو ځل بیا د ستراتیژیک شراکت کچې ته لوړ شوې . په دواړو هیوادونو کې یو نوی اراده شتون لري چې د اختلافاتو  پر ګډو ګټو تمرکز کوي. په داسې حال کې چې سیمه ییزې ننګونې او داخلي ستونزې ددې پرمختګ اصلي لامل بلل کیږي خو په ځانګړې توګه د مصر له پاره چې له تورکیې سره خپلو  اړیکې عادي کول یو جدي مجبوریت دی. مصر په ډیرو برخو کې د  لوی بحران سره لاس او ګریوان دی.

 

د تورکیې  د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو بڼسټ ( سیتا ) د بهرني سیاست څیړونکي جان اجون د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړم.

 

په مصر کې له پوځي کودتا وروسته عبدالفتاح السیسي د ولسمشر په توګه نوی رژیم جوړ کړ، په حقیقت کې دغه نظام چې نن هم دوام لري په مصر کې له انقلاب څخه مخکې دوره ته د راستنیدو استازیتوب کوي. یو سیسټم چې د واک د مختلفو بیوروکراټیکو مرکزونو لخوا تسلط لري لکه نظامي اشرافیان او یو څه قضایی بیوروکراسي. په داسې حال کې چې سیاسي نظام له ځینو ستونزو سره سره دوام لري، خو ویلی  شو چې اصلي خنډ اقتصادي ستونزې دي.

 

د مصر اقتصاد له لوی بحران سره مخ دی. پداسې حال کې چې هیواد د بهرنۍ سوداګرۍ لوی کسر درلود، د سیسي تر ادارې لاندې د ۱۶۰ میلیارد ډالرو بهرنۍ پور رامنځته شو. د مرکزي بانک زیرمې له بهر څخه د تبادلې په واسطه ساتل کیږي، مګر د بهرنیو پورونو تمویل کې لوی مشکل شتون لري. مصر د پیسو د نړۍوال صندوق سره یو تړون لاسلیک کړ او اوس له ارجنټاین وروسته د پیسو د نړۍوال صندوق دوهم ډیر پوروړی هیواد دی. د پیسو نړۍوال صندوق د پور د نوي قسط لپاره سخت شرایط ټاکي. په ځانګړې توګه، په اقتصاد کې د پوځ د تسلط تدریجي پای ته رسولو، د اسعارو د ارزښت د ټیټوالي او د ستراتیژیکو سکتورونو په ګډون د خصوصي کولو غوښتنې شتون لري. اوسنی حکم د دغو غوښتنو پوره کولو ته ډېر لېوال نه ښکاري. د خلیجي هیوادونو پورونه حد ته رسیدلي او د نویو سرچینو داخلول ممکن ندي. یوځل بیا ، لکه څنګه چې سیسي پدې وروستیو کې وویل ، د سویز کانال څخه د ۱۰ میلیارد ډالرو کلني عاید لږترلږه  نیمایي د حوثیانو د بریدونو له امله ضایع کیږي. لکه څنګه چې د اوسط مصریانو د پیرودلو ځواک ورځ په ورځ کمیږي، یو تور بازار کله ناکله د لومړنیو اړتیاوو لپاره راڅرګندیږي. د مصر په بازارونو کې  هم دوه جلا نرخونه شتون لري: رسمي او د سړک بازار. رسمي نرخونه د کوڅې د نرخونو په پرتله تر  نیمایي ټیټ دی.

 

په مصر کې د جیوپولیټیک له پلوه هم جدي خطرونه شتون لري. په سوډان کې کورنۍ جګړې د مصر پر اقتصاد  مخامخ منفي اغیز کوي. د ویلو ده چې په سوډان کې د جګړې له امله یو زیات شمیر کډوال دې هیواد ته رامات شوي دي. له ایتوپیا سره د رینا بند بحران د مصر د اوبو رسولو امنیت ګواښ سره مخامخ کړی. په لیبیا کې سیاسي او پوځي ویش د مصر ګټو ته زیان رسوي. مګر اصلي سمدستي ګواښ د غزې څخه راځي. په غزه کې د اسرائیلو د غیر انساني قتل عام اصلي هدف د سیمې بې ځایه کول او د مصر د سینا ټاپو وزمې ته د غزې د خلکو شړل دي. دا حالت په هر لحاظ د مصر ملي امنیت ته ستر ګواښ دی.

 

له همدې امله، که څه هم د ترکیې او مصر ستراتیژیکه ملګرتیا د دواړو هیوادونو لپاره مهمه او ارزښتناکه ده، دا د مصر لپاره یو ډیر اړین بهیر دی. مصر کولی شي له تورکیې سره د اقتصادي او جیو پولیټیکل ګواښونو په وړاندې له خپلې ملګرتیا څخه جدي ګټې ترلاسه کړي.



اړوند خبرونه