د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

2133434
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

 

د تورې بحیرې په سواحلو کې د سامسون ولایت چې د تورکیې جمهوریت د تاسیس په دوره کې یې تاریخي اهمیت درلود او مهم رول يي لوبولی دی ، د محلي خوندونو سره شهرت لري. د سامسون ولایت د قاز یا غوز غوښې خواړه ، په ۲۰۱۱  کې د سامسون د سیمه ایزو ښاروالیو د ټولنې  په غوښتنلیک د تورکیې په جغرافیه کې راجستر شوو محصولاتو په لست کې  شامل شو.

د ویلو ده چې د سامسون د قاز یا غوز غوښې خواړه د قاز یا غوز  د غوښې ، بلګور پلو او چپاتي ډوډۍ سره چمتو کیږي. د سامسون قاز خواړه ، چې د چمتو کولو لپاره شاوخوا ۴ ساعته وخت نیسي، په ژمي کې د ودونو، ځانګړو پروګرامونو او نورو لویو غونډو کې میلمنو ته ورکول کیږي.

د ویلو ده چې د قاز یا غوز د غوښې دا خواړه د نږدې ۲ کیلو د قاز یا غوز د غوښې، ۱ کیلو بلګور او ۳۰ دانو چپاتي ډوډۍ نه جوړیږي.  .

د نوموړو خوړو د چمتو کولو لپاره لومړی قاز پاکیږي او وروسته يي په غوښه مالګه وهل کیږي او دمه کیږي. د دمه کیدو نه وروسته بیا پخیږي. ددې خوړو چمتو کول ځانګړي مهارت ته اړتیا لري.

د ویلو ده چې ددې خوړو لپاره قاز د پاکولو او مالګین کولو او دمه کولو نه وروسته په چنګک کې اچول کیږي او بیا په یو ځانګړي نغري کې د لرګیو د سکرو د پاسه  په کلاره کلاره پخیږي. د ویلو ده چې د قاز لاندې یوه کاسه ایښودل کیږي چې غوړي په سکرو ونه څکیږي. همداشان قاز یا غوز غوښه پدې ډول په سکرو باندې ښه پخیږي  او تر هغه وخته پخیږي چې پاسنی پوټکی ښه چغزي چغزي پوخ شي. همداشان په یو بل دیګ کې بلګور پلو پخیږي . د یادولو وړ ده چې بلګور د غنمو نه جوړیږي. بلګور په تورکیه کې د وریجو په څیر پخیږي او ډیر خوندور پلو ترینه پخیږي. وروسته پوخ شوي قاز غوښه د بلګور پلو د پاسه ایښودل کیږي  او د پاسه يي بیا هغه خپل غوړي د قاشقې په مرسته اچول کیږي. همداشان د غوري شاوخوا ته بیا چپاتي ډوډۍ د د قاز په غوړو کې غوړې شوې وي ایښودل کیږي.

دا خواړه د سیمې تر ټولو مشهور خواړه دي چې په ځانګړو میلمستیاګانو ، ودنو او نورو پروګرامونو کې چمتو کیږي او میلمنو ته ورکول کیږي.



اړوند خبرونه