د انرژۍ اجنډا
د انرژۍ اجنډا
د نړۍ د بریښنا تولید کې د نوي کیدونکي انرژي سرچینو برخه په ۲۰۲۳ کې د لومړي ځل لپاره ۳۰ سلنې څخه لوړه شوه. توركيې د خپلې بريښنا ۴۲ سلنه له دغو سرچينو څخه توليد كړې، چې د نړۍ له اوسط څخه ډيره ده.
د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ د بریښنا تقاضا د ۲۹ عشاریه ۵ ټیرواټو ساعتونو ریکارډ کچې ته رسیدلې.
په ځانګړې توګه په پرمختللو هیوادونو کې د مصرف د کمښت سره سره په نړۍ کې د بریښنا طلب تیر کال د ۲ عشاریه ۲ سلنې ډیره شوی.
د بریښنا طلب پوره کولو لپاره په تولید کې ترټولو ګړندۍ وده کونکي سرچینې د نوي کیدونکي انرژي سرچینې وې. لویه برخه د لمر او باد انرژي جوړوي.
په ۲۰۲۳ کال کې، په ټوله نړۍ کې د بریښنا تولید ۷ عشاریه ۸ سلنه د باد انرژي او ۵ عشاریه ۵ سلنه د لمر انرژي لخوا چمتو شوي.
د لمریزې انرژۍ کارول ۲۳.۲ سلنه زیات شوي دي. په دې توګه، په کلنۍ توګه د بریښنا تولید کې ترټولو لوی زیاتوالی د لمریز انرژی ټاکل شوی.
د سولر انرژي پانګه اچونه د ۱۹ کلونو لپاره په نړۍ کې د بریښنا ترټولو ګړندۍ وده کونکي سرچینه ده .
د باد انرژي څخه د نړۍ د بریښنا تولید هم د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۹ عشاریه ۸ سلنه ډیر شوی.
د اقلیم بدلون هم د نړۍ د بریښنا تولید باندې مستقیم اغیز لري. د اوبو برقی منابعو برخه د تیر کال په پرتله ۲ سلنه کمه شوې، او ۱۴ عشاریه ۳ سلنې ته راټیټه شوې.
په دې توګه، د نړۍ د بریښنا تولید کې د نوي کیدونکي انرژۍ ټوله برخه د لومړي ځل لپاره ۳۰ سلنې څخه زیاته شوه.
لکه څنګه چې د نوي کیدونکي سرچینو کارول په ریکارډ کچه کې زیات شوي، د کاربن په اخراج کې هم ریکارډ کموالی راغلی دی.
د نړۍ د بریښنا تولید کې د کاربن ډای اکسایډ شدت تیر کال ریکارډ کچې ته راټیټ شوی، چې په ۲۰۰۷ کال کې د خپل لوړ ارزښت په پرتله ۱۲ فیصده کم شوی.
د نړۍ د بریښنا په تولید کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګاز ونډه په ترتیب سره د تیر کال په پرتله ۳۵ عشاریه ۴ سلنه او ۲۲ عشاریه ۵ سلنه وه. د ډبرو سکرو څخه د بریښنا تولید په ۲۰۲۳ کال کې یو عشاریه ۴ سلنه ډیر شوی، او د ګازو تولید صفر عشاریه ۸ سلنه ډیر شوی.
د اټومي انرژۍ څخه د بریښنا تولید په ۲۰۲۳ کال کې په کلني ډول یو عشاریه ۸ سلنه ډیر شوی، په ټول تولید کې ۹ عشاریه ۱ سلنه برخه اخلي.
په تورکیه کې د لمر او باد انرژي څخه د بریښنا تولید کې زیاتوالی لیدل شوی، حتی د نړیوالو معلوماتو په پرتله لوړ دی. ترکیه د خپل ۴۲سلنه بریښنا د نوي کیدونکي سرچینو څخه تولیدولو سره د نړۍ اوسط څخه ډیر لوړ دی.
پداسې حال کې چې د ترکیې د بریښنا تولید ۶ سلنه د لمر څخه او ۱۰ سلنه د باد انرژي څخه راځي ، د اوبو برښنا کچه د ۲۰ سلنې سره د نوي کیدونکي بریښنا ترټولو لوی سرچینه پاتې شوې.
تیر کال په ترکیه کې ۵۸ سلنه بریښنا له فوسیل تیلو څخه تولید شوې وه.