د انرژۍ اجنډا

د انرژۍ اجنډا

2133472
د انرژۍ اجنډا

 

د اپرېل په ۲۲مه عراق ته د ولسمشر رجب طيب اردوغان سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې نوی باب پرانیست.

د دغه سفر په لړ کې د انرژۍ څخه تر پوځي همکاریو، ترانسپورت څخه تر کرنې پورې ۲۶ تړونونه لاسلیک شول.

د لاسلیک شویو سندونو په منځ کې، یو خورا مهم يي  بې له شکه د پراختیايي لارې تړون و. پر دې سربېره نه يوازې تورکيې او عراق، بلکې متحده عربي اماراتو او قطر هم دغه تړون لاسليک کړ.

ښه دلته پوښتنه داده چې ایا ولې  د پرمختیایي سړک پروژه پدې اندازه مهمه ده؟ دا به په سیمه کې کوم توازن بدل کړي؟

د پراختیایي سړک د پروژې په چوکاټ کې د ۱۲۰۰ کیلومترو په اوږدوالي د اورګاډي پټلۍ او لویې لارې جوړول په پام کې نیول شوي دي.

په دې توګه به فارس خلیج د تورکیې د اسکندرون بندر او فاو بندر له یو بل سره وصل شي.

دا پروژه به تر ټولو لنډه لار وي چې د اروپا او اسیا سوداګریزې لارې نښلوي.

دا به د سمندري شرایطو په پام کې نیولو پرته د اروپایی اتحادیې او خلیج سیمې ترمینځ دوامداره سوداګرۍ جریان تضمین کړي.

د دې پروژې په پلي کېدو سره به له خلیجي هېوادونو او عراق څخه اروپا ته د ګازو لېږد لږ وخت ونیسي او د انتقال لګښت او مصرف به يي هم خورا راټیټ شي. د پراختیایي لارې پروژه به د تورکیې "د انرژۍ د مرکز په توګه رامینځته کیدو" هدف سره هم ډیره مرسته وکړي.

د دې پروژې سره، تورکیه به د نړۍ بازارونو ته د عراق د انرژۍ د سرچینو په رسولو کې ډیر فعال رول ولوبوي.

د پرمختیایي سړک پروژه به د سویز کانال لپاره هم یو لوی سیال وي، وروسته له دې چې په سور سمندر کې د حوثیانو د بریدونو له امله ټرانسپورتي فعالیتونه د پام وړ کم شوي دي.

یوه کښتۍ چې له فاو بندر څخه اروپا ته روانه شي  د سویز کانال په پرتله به د ۱۵ ورځې مخکې خپل هدف ته ورسیږي او ۱۵ ورځې به  سپما ترلاسه کړي.

تمه کیږي چې لومړۍ کښتۍ به د دې کال په پای کې په فاو بندر کې سمندر ته ښکته شي.

ددې لارې د چارو د بشپړیدو سره به  دا بندر به په دوبۍ کې جبل علي څخه تیر شي ، چې په منځني ختیځ کې ترټولو لوی کانټینر بندر په توګه پیژندل کیږي.

د ولسمشر اردوغان د سفر په لړ کې د انرژۍ په برخه کې د ډیرې مهمې همکارۍ او همدارنګه د پرمختګ لاره هواره شوه. د تورکیې او عراق ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.

په دې برخه کې، تمه کیږي چې د کرکوک یومورتالک تیلو پایپ لاین په ډیر لنډ وخت کې خپل عملیات بیا پیل کړي. دا هم ویل شوي چې د بصرې تېل په راتلونکي کې د پایپ لاینونو له لارې تورکیې ته لیږدول کیږي چې د پراختیایي سړک سره موازي جوړ شي.

د عراق د تېلو ثابتې زېرمې شاوخوا ۱۴۵ میلیارده بېرله اټکل شوې دي.

دغه هېواد د نړۍ د تېلو شاوخوا ۸ سلنه زېرمې لري. عراقي تیل د تولید د لګښت او کیفیت له پلوه په نړۍ کې یو له ارزانه تیلو څخه شمیرل کیږي.

د ولسمشر اردوغان د سفر په ترڅ کې دا هم تمه کیږي چې د عراق – تورکیې د خامو نفتو نل لیکه چې تیر کال د اپریل په میاشت کې بنده شوې وه، بیرته فعاله شي.

د کرکوک یومورتالک د خامو تیلو پایپ لاین د ۷۰ میلیون بیرل څخه ډیر کلنی انتقال ظرفیت لري. په راتلونکي وخت کې به د دې نللیکې  ظرفیت نور هم  لوړ کړی شي.

د تورکیې او عراق ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې شاوخوا ۳۰ میلیارده ډالرو ته لوړه شي. د اړخونو تر منځ د خبرو اترو په زیاتیدو سره، دا موخه ده چې حجم نور هم زیات کړي.


پيوندونه: #د انرژۍ اجنډا

اړوند خبرونه