د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2102912
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

په داسې حال کې چې په ۲۰۱۳ کال کې په مصر کې د پوځي کودتا پر وړاندې د تورکیې له سخت غبرګون سره د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې، د ختیځې مدیترانې او لیبیا په څېر مسلو باندې هم سختې جنجالونه رامنځته شول. په هرصورت، په وروستیو کلونو کې، دواړو هیوادونو نوې اراده ښودلې او د اړیکو د عادي کولو لپاره یې ګامونه پورته کړي دي. وروسته له هغه چې اردوغان او سيسي په قطر کې د لومړي ځل لپاره سره لیدنه وکړه، اوس اردوغان قاهرې ته سفر وکړ. لکه څنګه چې دواړه هېوادونو ترمنځه خ اړيکې عادي حالت ته راګرځي ، ددې سفر په ترڅ کې په ډېرو ننګونو او ګډو ګټو به خبرې وشوې.

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ ( سیتا ) د بهرني سیاست څیړونکي جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

په مصر کې کودتا د ترکیې او مصر اړیکې ډیرې زیاتې ترینګلې کړې. د ولسمشر اردوغان په مشرۍ تورکیه د هغه هیواد په توګه راڅرګنده شوه چې په مصر کې د پوځي کودتا په وړاندې شاید په نړۍ کې تر ټولو سخت غبرګون وښود. په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو اړيکې په جدي توګه د خرابېدو په حال کې وې، د ډېرو مهمو مسايلو پر سر يې په ټکر کولو پیل وکړ. د دواړو هیوادونو  ترمنځ په مستقیمه توګه د زیان زیان فضا حاکمه شوه. خو په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه له سیمه ییزو ننګونو او ګواښونو سره مخ وو، دوی پرېکړه وکړه چې دغه کړکېچ ته نور دوام ورنکړي. په حقیقت کې تورکیې په تیرو څو کلونو کې له ډیرو هیوادونو سره د خپلو اړیکو په ښه کولو پیل وکړ چې ورسره  د ستونزو سره لاس او ګریوان وو ، د بیلګې په توګه سعودي عربستان او متحده عربي امارات د دغې پروسې  مشري کوي او له دې پرمختګونو داسې ښکاري چې د تورکیې او مصر اړیکې په اسانۍ سره نورمال حالت ته راوګرځي . د تورکیې او مصر ترمنځ د تخنیکي خبرو اترو لپاره پلاوي جوړ شول، بیا اردوغان او سیسي په قطر کې د فوټبال د ډیپلوماسۍ سره یو ځای شول او د لومړي ځل لپاره یې لاسونه سره ورکړل  او اوس اردوغان د یوه لوی پلاوي  په ملګرتیا قاهرې ته سفر وکړ.

کله چې موږ دې مسئلې ته  د مصر له نظره ګورو، موږ وینو چې هغه اقتصادي بحران چې دوی ورسره مخ دي یوه لویه ننګونه ده. لومړی وبا او بیا د اوکراین او روسیې جګړې په مصر باندې ژورې منفي اغیزې وکړې او پر غزې د اسرائیلو بریدونو او د هغو احتمالي اغیزو هم د مصر اقتصاد ته ژوره ضربه رسولې ده. د حوثي یاغیانو له خوا د سره سمندرګي تړلو دغه وضعیت نور هم پیچلی کړ. د مصر اقتصاد چې لا دمخه د پوځ تر واکمنۍ لاندې خورا نازک دی، د بهرنیو پورونو د ورکړې له جدي بحران سره مخ دی. له پیسو د نړۍوال صندوق سره د خبرو تر څنګ ولاړ پاتې کېدل هم ښه نه دي. د مصر اوسط خلک په سخته بدبختۍ کې قرار لري. له بلې خوا مصر په افریقا کې له داخلي شخړو سره مخ دی او سوډان یو له مخکښو هیوادونو څخه دی. د ایتوپیا د تجاوز دریځ هم د رینسانس (نهدا) بند له لارې د مصر د اوبو امنیت ګواښي. په داسې حال کې چې د غزې په اړه د اسرائیلو نیت څرګند دی، سینا ته د غزې استول د مصر ملي امنیت د ګواښ سره مخامخولی شي.

 

په دې ترتیب سره ویلای شو چې مصر د تورکیې دوستۍ او ستراتیژیکو همکاریو ته جدي اړتیا لري. همداشان  مصر د تورکیې لپاره  هم یو مهم ملګری دی. دا د افریقا لپاره د دروازې او په ختیځ مدیترانې او لیبیا کې د خپل سیاست لپاره لوی متحد کیدو احتمال لري. دواړه هیوادونه په حقیقت کې د دواړو سوداګریزو او جیوپولیټیک ګټو په برخه کې په لویه کچه یو بل بشپړوي.

 

له همدې امله، دا شونې ده چې تاریخي اړیکې، د خلکو تر منځ خواخوږي او ګډې ګټې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د یو ځل بیا د ستراتیژیکو همکاریو کچې ته د تګ لپاره یو مهم باب وي. قاهرې ته د اردوغان سفر د همدې تمثیل څرګندونه کوي.



اړوند خبرونه