د تورکېې د جغرافیې راجستر شوي توکي
د تورکېې د جغرافیې راجستر شوي توکي
پدې خپرونه کې تاسې ته د تورکیې د قونیې ولایت د مشهورو خوړو په اړه لنډ معلومات درکوو.
د قونیې تاریخي ولایت چې د تورکیې د مرکزي اناتولیا په سیمه کې موقعیت لري د خواړو کلتور له پلوه یو ډیر بډایه ولایت دی.
دې ولایت د خوړو بډایه کلتور بنسټ د کوچیانو ژوند څخه میشته ژوند ته د لیږد نښې لري. په پخلي کې د تنور کارول په اناتولیا کې یو له دودیزو دودونو څخه دی.
د ویلو ده چې د قونیې ښار د ډیرو زیات خوړو سره مشهور دی خو د قونیې د تنور بوریک ، بولاني پیرکي ځانګړی شهرت لري.د ویلو ده چې د قونیې د تنور پیرکي په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د قونیې ولایت د ښاروالۍ په غوښتنه د تورکیې د جغرافیایی پلوه راجسټر شوي محصولاتو په لست کې شامل شول .
د ویلو ده چې د قونیې د تنور بوریک یا پیرکي د غنمو اوړو ، اوبو ، مالګې او تازه خمیرې نه پخیږي چې په منځ کې ډول ډول توکي لکه پنیر، کوفته، سابه او ډول ډول نور شیان کارول کیږي.
همداشان د قونیې د تنور بوریک یا پیرکي په منځ کې په معمول ډول په سیمه کې د تولیدونکو پنیرونو او سبو نه استفاده کیږي.
د ویلو ده چې قونیې ولایت بوریک یا پیرکي د افغانستان د تنور د پیرکیو سره هیڅډول کوم توپیر نلري.
یواځې توپیر يي دادی ، کله چې د قونیې پیرکي د پخیدو او د تنور نه د راوویستل شي سمدلاسه يي پر مخ زیړ غوړي وهل کیږي او یا يي د سر پوټکی لرې کیږي او په منځ کې کوچ یا زیړ غوړي اچول کیږي.
د ویلو ده چې د قونیې تنور بوریک یا پیرکیو لپاره وړه لکه د تنور ډوډۍ په څیر اخکدل کیږي.
وروسته بیا وړه خمیره کیږي او بیا وروسته هواریږي او په منځ کې د خپل خوښې وړ سابه، کوفته، کچالو او داسې نور اچول کیږي او بیا په تنور کې پخیږي.
د قونیې د تنور بوریک یا پیرکي ددې ولایت تر ټولو مشهور خواړه دي چې د ډیری خلکو ډیر خوښیږي. په هر کور کې خامخا پخیږي.