ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

2074764
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

 

آیا پوهېږئ چې د تورکیې تر ټولو اوږد سیند له ۱۰ ښارونو تېرېږي او سمندر ته رسېږي؟

قزل ارمک یا سور سیند د ۱۳۵۵ کیلومتره اوږدوالی سره، د تورکیې تر ټولو اوږد سیند دی چې د تورکیې  له پولو دننه  سرچینه اخلي او د تورکیې د  پولو دننه د لسو ښارونو د تیریدو نه وروسته سمندر ته بهیږي. قزل ارمک یا سور سیند د سیواس ولایت په پولو کې د ۳۰۰۰ مترو په لوړوالي  سره د غرونو نه سرچینه اخلي  او د قیصري ، نوشهیر ، کرشهیر ، قرق قلعه ، انقره ، چانقري ، چورم ، سینوپ او سامسون ولایتونه خړوبولو نه وروسته آیا پوهېږئ چې د ترکیې تر ټولو اوږد سیند له ۱۰ ښارونو تېرېږي او سمندر ته رسېږي؟

قزل ارمک یا سور سیند د ۱۳۵۵ کیلومتره اوږدوالی سره، د تورکیې تر ټولو اوږد سیند دی چې پخپله د تورکیې له پولو څخه سرچینه اخلي او دخپله د تورکیې پولو دننه سمندر ته بهیږي. دا  سیند د  تورکیې د سیواس ولایت په پولو کې د ۳۰۰۰  مترو په لوړوالي کې د غره نه سرچینه اخلي او تور سمندر  ته بهیږي . د ویلو ده چې دا سیند د پخپله د هیواد د پولو په دننه کې د قیصري، نوشهیر، کرشهیر، قرق قلعه، انقرې، چانقره، چورم، سینوپ او سامسون ولایتونو د خړوبولو سره تور سمندر ته بهیږي.  

قرل ارمک یا سور سیند  چې نوم یې د اوبو له رنګ څخه اخیستی دی ، د پخوانیو وختونو راهیسې په اناتولیا کې د ډیرو زیاتو  تمدنونو کوربه دی. د دې دلیل لپاره، د تاریخ په ټولو دورو کې د ډبرو قبرونه، کلاګانې او پلونه د سیند په شاوخوا کې موندل کیدی شي.

په هغه سیمه کې چې قزل ارمک یا سور سیند د تورې بحیرې سره یو ځای کیږي  ۵۶۰۰۰ هکتاره ډیلټا شتون لري. قزل ارمک یا سور سیند لنډبلونه د تورکیې یو له مهمو لندبلونو څخه دی. د قزل اریک ډیلټا چیرې چې ډیری لوی او کوچني جهيلونه شتون لري، د تنوع له پلوه  حیاتي  او خورا ارزښت لري. پدې سیمه کې ۳۵۵ ډوله نباتات شتون لري. همداشان پدې سیمه کې  د نادر نباتاتو ډولونو له امله ځانګړی اهمیت لري. په سیمه کې موندل شوي نباتاتو ډولونو کې، نهه لومړیتوب لرونکي ډولونه شتون لري چې د خطر سره مخ دي.

همداشان پدې سیمه  کې د موجودو جهیلونو، شګیو، جبو  د اوبو مرغانو لپاره مناسب چاپیریال چمتو کوي .له همدې امله، دا د مرغیو لیدونکو او عکس اخیستونکو لپاره جنت دی. تر دې دمه په تورکیه کې د ۴۶۵ مرغانو  د ډولونو نه ۳۵۸  ډولونه پدې سیمه کې لیدل شوي دي.

قزل ارمک د خپل ایکولوژیکي اهمیت سربیره ، د تورکیې د انرژي تولید کې هم د دولسو بندونو او د اوبو بریښنایی  بندونو له امله ډیر اهمیت لري..



اړوند خبرونه