ایا تاسې پوهیږۍ

ایا تاسو پوهیږئ چې په تورکیه کې  په رستورانونو کې ترټولو ډیر د  "ادانا کباب"  جوړ او مصرفیږي؟

2071962
ایا تاسې پوهیږۍ

اډانا کباب د تورکیې د خواړو یو له خورا مشهور خواړو څخه دی چې خپل نوم يي  د تورکیې په سویل کې د ادانا ولایت  څخه اخیستی دی. د ادانا په نامه کباب چې په افغانستان کي شامي یا لوله کباب ته ورته دی ، شهرت يي وار د مخه د تورکیې د پولو نه بهر شوی او، نن ورځ په ډیری هیوادونو کې مینه وال لري او  مصرف کیږي.

د "کباب" کلمه چې له عربي ژبط څخه تورکي ژبې ته ننوتې ده. د ویلو ده چې د تورکیې د ادانا ولایت په ځانګړې توګه د کبابونو سره شهرت لري. ددې ولایت د چکوراوا  ولسوالي بیا کباب ددې کباب مرکز بلل کیږي. په سیمه کې په تاریخي او لرغون کیندونو کې په ترلاسه شوو تاریخي  اثارو کې داسې معلومات ترلاسه شوي دي چې پدې سیمه کې ۴۰۰۰ کاله مخکې په منقل او سکرو باندې غوښه پخه شوې ده . غوښه په سیخانو کې په سکرو او اور باندې پخه او مصرف شوې ده.  

د ویلو ده چې ننی ادانا کباب د ۱۹ مې  پیړۍ په دویمه نیمایي کې د اډانا ولایت  د کزانجیلر په تاریخي بازار کې راڅرګند شو.

د ویلو ده ادانا کباب د نورو کبابونو نه  جلا کیدونکې ځانګړتیا په غوښه کې ده.  د ویلو ده چې د ادانا کباب په اصل کې د پسه د غوښه نه چې په ځانګړې او خاصه څرځایونو کې روزل شوي  وي جوړیږي.

د ویلو ده چې د ادانا کباب لپاره غوښه د یو زرخ په نامه د یو ډول ځانګړو لویو لویو  چړو سره د کوفتې په څیر جوړیږي.

د ادانا کباب د ۷۰ فیصده غوښه او ۳۰ فیصده لم څخه جوړیږي. دواړه لکه د کوفتې د غوښې په څیر په ماشین نه بلکې په لویو لویو چړو جوړیږي. همداشان وروسته پکې سره مرچ او مالګه اچول کیږي. په ادانا کباب کې نور هیڅډول مثاله نه اچول کیږي.

همداشان د ادانا کباب لپاره ځانګړي سیخونه شتون لري. ادانا کباب په خپلو ځانګړو سیخونو کې پخیږي.

د ادانا کباب سره د سلاته خامخا جوړیږي.

دا چې په نړۍ کې د ادانا کباب په څیر ډیر زیات ډوله کباب شتون لري د همدې امله د تورکیې  د تسجیل د ادارې لخوا ددې کباب د امتیاز حق ترلاسه شوی دی. همداشان دا کباب د تورکیې د جغرافیه په راجستر شوي لست کې شامل شوی دی.



اړوند خبرونه