ایا تاسې پدې پوهیدلۍ
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ
ایا تاسې پوهیږۍ چې په استانبول کې یو داسې جومات هم شتون لري چې مرغان پرې نه کیني؟
د شمسي پاشا جومات، چې د استانبول په اسکودار ولسوالۍ کې موقعیت لري، د نړۍ د مشهور انجینیر معمار سینان یو له مهمو اثارو څخه دی. دا جومات د اسکودار په سواحلو کې په هغه ځای کې موقعیت لري چې د باسفورس تنګي د مارمارا سمندر سره نښتې ده. کله چې د سمندر نه په جومات کې موجود زیارت او مدرسې ته ولیدل شي یوه ډیره ښکلې او په زړه پورې منظره لري. د جومات په مقابل کې د ګالاتا پل او خلیج سیمه شتون لري.
نوموړې جومات چې په یو ډیره کوچنۍ او ساده او په عینې وخت کې ډیرې په زړه پورې مجتمع کې موقعیت لري د شمسي پاشا لخوا چې د دیم سلطان سلیم او دریم مراد د دورې وزیر وو جوړ شوی دی. دا جومات په ۱۵۸۰ میلادي کال کې د نړۍ د مشهور انجینیر معمار سینان له خوا جوړ شوی دی. دې جومات چې د اوسکودار ساحل ته یوه ځانګړې ښکلا ورکړې د خپلو په زړه پورې کیسو سره مشهور دی.
شمسي پاشا، چې یو ډیر پاکخوره سړی وو، له معمار سینان څخه غوښتنه کوي چې یو داسې جومات جوړ کړي چې د پاسه يي مرغان کینني ترڅو کمبد يي چټله نشي. معمار سینان، ددې جومات په جوړولو ک یو جلا پلان پلي کوي.
هغه د جومات د جوړولو نه مخکې ډیر تحقیقات کوي. هغه د تحقیقاتو پر مهال دغه راز پیدا کوي چې مرغان باد نه خوښوي. د همدې امله د شمسي پاشا جومات لپاره په اسکودار کې یو داسې نقطه انتخابوي چې د شمال او سویل د باد د تقاطع نقطه ده. همداشان ځای د جومات لپاره انتخابوي . په دې ځای کې چې په یو وخت کې دوه مختلف بادونه تیریږي او څپې د ساحل سره ټکر کوي، د مرغانو لپاره به دا ممکنه نه وي چې جومات ته ولاړ شي.
دا جومات چې په ۱۵۸۵ کال کې د عبادت لپاره پرانیستل شو، د وخت په تیریدو سره د خلکو په منځ کې " هغه جومات چې مرغان پرې نه کیني" په نوم مشهور شو. دا جومات د اسکودار د ساحل د سمبول په توګه مشهور دی. همداشان دا جومات د استانبول د تاریخي جوماتونو نه یو دی.