ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسو پوهیږئ چې د نړۍ دوهم لوی خوړ او تنګي په تورکیه کې موقعیت لري؟

2063503
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

 

ایا تاسو پوهیږئ چې د نړۍ دوهم لوی خوړ او تنګي په تورکیه کې موقعیت لري؟

تورتم خوړ او تنګي  چې د تورکیې په ختیځ اناتولیا سیمه کې د ایرزینجان ولایت په کمالیه ولسوالۍ کې موقعیت لري، په نړۍ کې د دویم لوی خوړ او تنګي  لقب لري. تورتم خوړ او تنګي د نړۍ یو له خطرناکو سړکونو څخه هم ده. ایرزینجان ولایت تورتم خوړ او تنګي  د تیګو لاره  په یوه بهرنۍ ویب پاڼه کې د "نړۍ ترټولو خطرناک سړک"په توګه یاد شوی دی. یادې شوې  ویبپاڼې ویلي  دي  چې د تورتم خوړ او تنګي د تیګو لاره د نړۍ ترټولو خطرناک او ستونزمن لارو څخه ده چې په چین کې د ګولیانګ تونل په پرتله خورا خطرناکه ده . تورتم خوړ او تنګي  چې د ۵۰۰ نه تر ۶۰۰  مترو پورې لوړ دیوالونه لري، دا نوم یې ځکه اخیستی چې مستقیم لمر پکې نه  لیدل کیږي. د کیبان د اوبو بند د جوړیدو وروسته، اوبو کچه د  ۸۰ مترو پورې پورته شوې، د همدې امله دا خوړ او تنګي په عالي او د ستاینې وړ ځای بدل شو چې نن ورځ دی.

داسې انګیرل کیږي چې د تورتم خوړ او تنګي د جوړیدو چارې په ۱۸۷۰ میلادي  کال  کې د هغه وخت په سیمه کې  میشتو ځایی خلکو لخوا پیل شوي. په ۲۰۰۲ کال  کې، دا د دولت په ملاتړ د خوړ لاړه دومره پراخه شوه او هغه عرض ته ورسیده چې د موټرو تیریدل پرې پيل شو. په بل عبارت، د تورتم خوړ او تنګي  جوړولو چارو پوره ۱۳۲ کاله وخت نیولی. داسې انګیرل کیږي چې تورتم خوړ او تنګي  لومړی د هغو خلکو لخوا پرانستل شو چې غوښتل یې د لوړو غرونو څخه تیر او خپل څاروي وڅاري. دوې لومړی د ابتدايي وسیلو سره دا کار پیل کړ.

تونل د غره له مخ څخه پیل کیږي او د ډبرې تونل د ۷ کیلومتره وروسته پای ته رسیږي. دا لیدل کیږي  چې په ځینو ځایونو کې هوا سوري پرانیستل شوي دي. د تورتم خوړ د اوبو د برخې اوږدوالی نږدې ۹ کیلومتره پیژندل کیږي. نن ورځ ، د تورتم خوړ او تنګي د خپل جغرافیایی جوړښت او طبیعي ښکلا سره هر کال ډیری اډرینالین مینه وال محلي او بهرني سیلانیان راجلبوي. هغه فعالیتونه چې سیلانیان راجلبوي لکه د کښتۍ سفرونه او کینوینګ په کنډو کې ترسره کیږي. سربیره پردې ، د ارزینجان کمالیه کلتور او طبیعت نړیوال فستیوال هر کال د کمالیه په ولسوالۍ کې ترسره کیږي ، چیرې چې خوړ او تنګي موقعیت لري. د تورتم خوړ او تنګي سربیره، په ولسوالۍ کې تاریخي ودانۍ هم خورا په زړه پوري دي. ځکه دغه سیمه چې له لرغونو زمانو راهیسې د ډېرو تمدنونو کوربه توب کوي، بډایه تاریخي سابقه لري.



اړوند خبرونه