د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي‌ توکي

د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي‌ توکي

2058353
د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي‌ توکي

 

 د تورکیې یوزګات ښار چې په مرکزي اناتولیا سیمه کې موقعیت لري د خپل دودیز خواړو او مشروباتو کلتورسره ځانګړی شهرت لري. "یوزګات چاناک پینیر" چې نوم یې د خټینو منګیو  څخه اخیستی دی په ۲۰۱۷ کال  کې د یوزګات ښاروالۍ د غوښتنلیک له مخې د تورکیې په جغرافیه کې ثبت شوو محصولاتو کې شامل شو. د ویلو ده چې د یوزګات چاناک  پنیر د غوا ، میږو او وزو د شیدو د مخلوط نه جوړیږي. د ویلو ده چې یوزګات ولایت  د طبیعي نباتاتو او د ښار په کلیوالي سیمو کې د سرشارو اوبو سرچینو نه برښمند دی. د ویلو ده چې د یوزګات چاناک پنیر د  دودیزو میتودونو په کارولو سره جوړیږي. د ویلو ده چې ددې پنیر د جوړولو لپاره شیدې نه تودیږي.

دا پنیر د غوا، میږو او اوزو د تازه شیدو نه چې د لشولو نه سمدلاسه وروسته جوړیږي. که چیرې شیدې ډیرې زیاتې یخې شوي‌ وي‌ بیا ډیر لږ تودیږي  او وروسته پکې تومنه اچول کیږي.  تومنه شوې  شیدې په ښه توګه سره مخلوطیږي، وروسته په خټینو منګیو کې اچول کیږي‌ او سر يي پوښل کیږي او د ۵ ساعتونو لپاره پریښودل کیږي ترڅو شیدې ځان پرې کړي.  بیا دا د ټوکر په کڅوړو کې کیښودل کیږي او په یو لوړ ځای کې ځړول کیږي ترڅو ټولې اوبه ترینه لاړې شي  . همداشان وروسته بیا بیا د پنیر په کڅورو دروند یو شی ایښودل کیږي‌ تر څو ښه  فشار لاندې راشي‌ او ټولې اضافه اوبه ترینه خارج شي. ۲۴ ساعتونو کې پنیر جوړیږي‌  . وروسته دا خام پنیر په لویو لګنونو  کې اچول کیږي، بیا د چاقو سره پرې کیږي او د ډبرې مالګې سره مالګه کیږي. وروسته لدې چې دا پروسه څو ځله تکرار شي   پنیر بیرته په منګیو کې ځای په ځای کیږي‌ او ښه فشار ورکول کیږي او بیا يي سر تړل کیږي. پنیر دوه یا درې ورځې پدې شکل د پریښودو نه وروسته منګی په بل مخ اړول کیږي‌ او یو اونۍ پریښودل کیږي. د یوې اونۍ نه وروسته د منګي‌ خوله د اوړو سره تړل کیږي‌ او بیا په شګو کې خښیږي‌ تر څو ورسیږي.

د همدې امله دا پنیر په خوند کې د نورو پنیرونو سره ډیر توپیر لري. ددې پنیر جوړول هم ډیر زیات زیار او زحمت غواړي. په همدې اندازه يي خوند هم ډیر زیات دی.



اړوند خبرونه