ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

2054250
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

 

ایا تاسو پوهیږئ چې لومړی نړیوال پروګرام  چې د تورکیې جمهوریت په کې برخه اخیستې وه د ۱۹۲۴ کال کې د  پاریس المپیک وه؟

د تورکیې جمهوریت په رسمي توګه په ۱۹۲۴ کال کې د لومړي ځل لپاره په پاریس کې د نړۍ تر ټولو ستر نړیوال ورزشي پروګرام په المپیک کې ګډون وکړ. د تورکیې نوي دولت د المپیک لوبو ته په ټوله نړۍ کې د پیژندلو لپاره د تبلیغاتي وسیلې په توګه کتل. د خپلواکۍ له جګړې وروسته، دولت د خپلو کافي منابعو سره سره، د فوټبال، غیږ نیونې، ورزشکارانو، ځغاستې او بایسکل ځغلولو څانګو کې ۴۰ تنه ورزشکاران په ډېر لیوالتیا سره پاریس ته ولېږل.

د تورکیې ښځینه ورزشکارانې د لومړي ځل لپاره د ۱۹۳۶ کال د المپیک په لوبو کې د تورکیې په ټیم کې شاملې شوې وې. تورکیې د المپیک په ۱۱ مه سیالیو کې چې له دویمې نړیوالې جګړې مخکې په برلین کې د نازیزم د ایډیالوژۍ او اډولف هټلر تر سیوري لاندې ترسره شوې، د ۶۰ ورزشکارانو چې دوه یې ښځې وې، ګډون وکړ او هلته یې د المپیک په تاریخ کې لومړی مډالونه وګټل. د المپیک د لوبو په تاریخ کې لومړنی تورکي لوبغاړی چې په پوډیم کې و، د مرسین څخه احمد کریچ چي و، چې د فری سټایل په غیږ نیونه کې یې د برونزو مډال وګاټه. د ګریکو-رومن سټایل د غیږ نیونې په سیالۍ کې، یاشر ایرکان په دې څانګه کې د المپیک اتلولي وګټله. دا بریا د اولمپیک لوبو په تاریخ کې تورکیې ته د سرو زرو لومړنی مډال دی. مصطفی کمال اتاترک چې دا خبر یې ترلاسه کړ وویل: "تاسو کوچنی یاست، خو د هیواد لپاره مو مهم کار کړی دی، ستاسو نوم اوس د تورکیې د سپورت په تاریخ کې ثبت شو،  تاسې نوم به ژوندی وي!" هغه ورزشکار ته د ټیلیګرام له لارې مبارکي وویله:

دا د تورکیې د سپورت په تاریخ کې خورا مهم دی چې تورکي لوبغاړو د جمهوریت له لومړیو کلونو راهیسې د نړۍ ترټولو لوی سپورتي پروګرام په المپیک کې برخه واخیسته. د المپیک په لوبو کې ګډون د تورکیې د سپورتونو په وده کې، چې د کلونو راهیسې د جنګونو تر سیوري لاندې وه، ډیره اغیزه درلوده. د تورکیې جمهوریت چې د مصطفی کمال اتاترک په مشرۍ تاسیس شوی، وښودله چې دا یو عصري دولت دی چې د هر ډګر په څیر سپورت ته هم ځانګړی اهمیت ورکوي.



اړوند خبرونه