ایا تاسې پدې پوهیږۍ

ایا تاسې پوهیږۍ چې د نړۍ یو له سترو جوماتونو څخه په استانبول کې دی؟

2051106
ایا تاسې پدې پوهیږۍ

د تورکیې تر ټولو لوی جومات چاملیجا جومات د نړۍ ۱۳م لوی جومات دی چې په یو وخت کې  د ۶۳ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري. دا جومات د استانبول د اوسکدار ولسوالۍ په پولو کې د چاملیحا په غونډۍ کې موقعیت لري. دغه جومات چې د جوړولو چارې یې په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوې او د ۲۰۱۹ کال د مې په ۳مه پرانیستل شوې، ۵۷ زره ۵۰۰ متره مربع مساحت لري.

د چاملیجا جومات ډیزاین پلان د خیره ګل توتو او بهار میزراک لخوا جوړ شوی و. ښځینه معمارانو داسې پلانونه جوړ کړي چې په یو وخت کې ۶۳ زره لمونځ کوونکو ترڅنګ  ښځې هم وکولای شي په ډیر آرامۍ او راحت سره په هغه جومات کې لمونځ ادا کړي چې دوی یې ډیزاین کړی. د پروژې وروستۍ نسخه د معمار حاجي‌ محمد ګونر لخوا چمتو شوې وه. د زلزلې د احتمال په پام کې نیولو سره، ډیزاینرانو دا پروژه ډیزاین کړه ترڅو د طبیعي پیښو په صورت کې سل زره تنه  خلک په جومات کې دننه شي.

د جومات اصلي گنبد، چې ۷۲ متره لوړ دی، په استانبول کې د ۷۲ ملتونو د اوسیدو سمبول دی، او د ۳۴ متره قطر سره گنبد د استانبول سمبول دی. د بویوک چاملیجا جومات هم په نړۍ کې د عبادت ځایونو څخه یو له لویو دروازو څخه دی چې اصلي دروازه یې ۵ متره پلنوالی، ۶ عشاریه ۵  متره لوړوالی او ۶ ټنه وزن لري. د جومات په کمپلکس کې یو میوزیم، د هنر ګالري، کتابتون، د ۱۰۰۰ کسانو لپاره د کنفرانس تالار، ۸ هنري ورکشاپونه او د ۳۵۰۰ موټرو لپاره پارکینګ هم شامل دی. د چاملیجا جومات د پرانستلو راهیسې ، نه یوازې د عبادت لپاره بلکه د سیاحتي موخو لپاره هم د ملیونونو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لخوا لیدنه شوې.



اړوند خبرونه