ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسو پدې پوهیږۍ  چې د تورکیې رسمي خبري اژانس انادولو اژانس د جمهوریت له اعلان څخه مخکې تاسیس شوی؟

2047488
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

 

ایا تاسو پدې پوهیږۍ  چې د تورکیې رسمي خبري اژانس انادولو اژانس د جمهوریت له اعلان څخه مخکې تاسیس شوی؟

انادولو خبري آژانس د تورکیې د جمهوریت په تاریخ کې خورا مهم ځای لري. د تورکیې د خپلواکۍ په جګړه کې چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د عثماني امپراتورۍ د خاورې په نیولو سره پیل شوه، د انادولو خبري‌ اژانس  چې د ۱۹۲۰ کال د اپریل په شپږمه تاسیس شو، د خپلواکۍ د جګړې د هر پړاو شاهدي يي‌ کړې ده  ، د خپلواکۍ د اعلان، جمهوریت د اعلان او انقلابونو.

د ۱۹۲۰ کال د مارچ په ۱۶ د استانبول له رسمي اشغال وروسته، هلته روڼ اندو په ملي مبارزه کې برخه واخیسته او انقرې ته ولاړل. په دغو روڼ اندو کې ژورنالیست یونس نادي او ژورنالیست او لیکواله خالده  ایدیپ هم شامل وو. د خپلواکۍ د جګړې پر مهال اړینه وه چې ولس په دقیقه توګه له پرمختګونو خبر شي او نړۍ ته د دې مبارزې توجیه بیان کړي. خالده ایدیپ او یونس نادي، چې په همدې موخه یې یوه څیړنه پیل کړې، له مصطفی کمال سره د خبري آژانس د تاسیس په اړه خپل نظرونه شریک کړل. مصطفی کمال د ملي ازادۍ د جګړې په پیل کې د مطبوعاتو په ارزښت پوه شو او د همدې موخې لپاره یې د یوې ورځپاڼې په خپرولو نوښت وکړ. په دې توګه د انادولو ادارې د تورکیې د ملي شورا له پرانستلو څخه ۱۷ ورځې مخکې د ۱۹۲۰ کال د اپریل په ۶ مه د مصطفی کمال له خوا د یوه  عمومي‌ مکتوب  په خپرولو سره د دولت د جوړیدو پر مهال خپل کار پیل کړ.

د انادولو خبري‌ آژانس د ۱۹۲۵ کال د مارچ په لومړۍ نیټه د سهامي‌ شرکت په جوړولو سره د  یوه عصري خبري اژانس په توګه خپل مزل پيل کړ. په دې توګه، د انادولو ادارې په هغه وخت کې د بې ساري جوړښت سره خپلواکي ترلاسه کړه، او له هغه وخت راهیسې په عامه ژورنالیزم کې ښکیلتیا ته دوام ورکوي.



اړوند خبرونه