ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسې پوهیږئ چې یوه ترکي انجلۍ په ۱۹۳۲ کال کې د "مس ورلډ" یا نړۍ د ښکلا د ملکې په توګه غوره شوې وه؟
د تورکیې جمهوریت چې د ۱۹۲۳ کال د اکتوبر په ۲۹ نېټه تاسیس شوی ، په ۱۹۲۹ کال کې پکې د لومړي ځل لپاره د ښکلا د ملکې د ټاکلو سیالي جوړه شوه. دغه سیالۍ چې د حکومت له خوا یې هم ملاتړ کیده ، د د فریحې توفیق په نامه د یوې انجلۍ لخوا وګټل شوه.
کریمان خالص په نامه یوې بلې تورکي انجلۍ چې په ۱۹۳۰ کال کې د خپلو ملګرو په ټینګار سره په سیالۍ کې ګډون وکړ، دا چې د کورنۍ لخوا ورته اجازه نه ورکول کیده د سیالۍ په دویم پړاو کې یې ګډون ونه کړ. دوه کاله وروسته، په ۱۹۳۲ کال کې، د خپلې کورنۍ په اجازه، هغې د ترکیې د ښکلا په څلورمه سیالۍ کې ګډون وکړ او لومړۍ وټاکل شوه. بیا، هغې د ۱۹۳۲ کال د جولای په ۳۱ د بلجیم په سپا کې د ښکلا په نړیواله سیالۍ کې د تورکیې استازیتوب وکړ. په دې پیښه کې، کریمان خالص د ۲۸ هیوادونو څخه د نړۍ د ښکلا ملکې په توګه وټاکل شوه او " ژوندی دې وي مصطفی کمال او ژوندۍ دې وي د تورکیې د ښکلا ملکه " په څیر د شعارونو او د تورکیې د بیرغ سره سټیج ته وخته او خلکو ته يي ښه راغلاست ووایه.
کریمان خالص چې له سیالۍ وروسته تورکیې ته راستنه شوه، د ګڼو خلکو له خوا یې تود هرکلی وشو او د مصطفی کمال په غوښتنه یې د هغه په ویاړ یوه مېلمستيا جوړه شوه. په دې بلنه کې مصطفی کمال کریمان خالص په تندي ښکل کړه او وویل : "زه به تاسو ته ددینه وروسته ایجه ووایم." له دې پیښې وروسته چې د تورکیې میرمنو ته یې یو مهم ماموریت ورکړ او د ښځو د حقونو په مبارزه کې مهم وګڼل شوه، کریمان خالص ته د اتاترک لخوا د ایجې" لقب ورکړل شو، چې معنی یې "ملکه" ده، په ۱۹۳۴ کال کې د تخلص قانون نافذ شو..
کریمان خالص ایجه نړۍ ته د تورکیې ځوان جمهوریت معرفي کولو، مشهورولو او منلو لپاره د ډیری پروژو د اعلاناتو مخ په توګه دنده ترسره کړه؛ دا د نورو هیوادونو په منځ کې د خپل هیواد د هویت او ځای په ټاکلو کې مهم رول لوبولی دی.
له کریمان خالص ایجې وروسته، دویمه تورکه انجلې چې د نړۍ د ښکلا ملکه وټاکل شوه هغه هم په ۲۰۰۲ کال کې عزرا اکن وه.